سپورټ نړیوال کرکټ

الیسټر کوک د ټیسټ کرکټ په تاریخي ریکارډ کې روان دی

 د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو پخوانی کپتان او اوسنی لوبیدونکی لوبغاړی الیسټر کوک د کرکټ د تاریخ هغه لوبغاړی دی، چې تر دې مهاله په مسلسل زیاتو ټیسټ لوبو کې د انګلستان لپاره لوبیدلی دی.

نوموړی تر دې مهاله په ۱۶۰ ټیسټ لوبو کې لوبیدلی دی، چې وړاندې له دې دغه ریکارډ ۱۵۳ لوبې وې، خو الیسټر کوک لا هم په ټیسټ کرکټ کې لوبیږي.

الیسټر نتن کوک د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۱۶۰ ټیسټ سیالیو کېد ۵ غبرګو سلیزو، ۳۲ سلیزو او ۵۶ نیمه سلیزو په جوړلو سره بریالی شوی دی.

 دغه لوبغاړي تر دې مهاله په ۲۸۸ اننګزونو یا پاڼیو کې په لوبیدو سره ۱۲۲۴۴ منډې جوړې کړې دي، چې پکې ۱۴۱۶ څلوریزې هم شاملې دي.

 چپ لاسي توپ وهونکي الیسټر کوک د ټیسټ لوبو سیالۍ په یوې پاڼۍ کې تر ټولو لوړې منډې ۲۹۴ ثبت کړې دي او د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره یو تاریخي لوبغاړی شمیرل کیږي.

نوموړي د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ټیسټ کرکټ پیل کړ، چې لا هم دوام ورکوي، خو د ۲۰ اوریزه کرکټ په وروستۍ سیالۍ کې په ۲۰۰۹ او ۵۰ اوریزه سیالیو په وروستۍ لوبه کې په ۲۰۱۴ م کال کې ولوبید.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی