طبیعت کلتور او هنر له نړۍ

الازهر مسجد؛ په نړۍ کې د ډېرو ستنو لرونکی مسجد

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د الازهر مسجد د مصر تر ټولو مشهور او پخوانی مسجد دی، چې د محمد العربي لخوا د مصر له فتحې وروسته په (۹۷۰) مېلادي کال کې په قاهره کې جوړ شوی دی.
دا چې په قاهره کې تر ټولو لومړنی مسجد دی، نو له همدې کبله ورته د مصر جامع مسجد هم ویل کېږي. د الازهر مسجد د نړۍ تر ټولو ډېر پایې لرونکی مسجد بلل کېږي، چې لمونځ کوونکي د قبلې په طرف پر پنځو لویو قطارونو باندې وېشي. لویه ګنبده یې د قبلې پخوا کې موقعیت لري، چې په کال (۹۰۵) هجري قمري کې جوړه شوې ده.

د ۲۰۰ میلادي کال د کوچني اختر یوه ویډ‌یو؛

د عثمانيانو په دوره کې د مسجد د قبلې دېوال د مسجد د پراخوالي لپاره له خپل ځای څخه لري او مخ ته یوړل شو.

مسجد په خپله شاوخوا کې ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري. کتاب خانه، علمي مرکزونه او پوهنتون یې مشهور اړوند ملحقات دي. د مسجد اړوند، پوهنتون کې تر ډېره دیني علوم لکه، فقه، حدیث او تفسیر تدریسېږي، چې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه محصلین په کې پر زده کړو بوخت دي.

د ۱۹مې پېړۍ په اخرو کې د شیخ محمد عبده لخوا د مسجد په څنګ کې یو لوی کتاب خانه هم جوړه شوه، چې اوسمهال لږ تر لږه نیم میلیونه ټوکه کتابونه لري. دغه کتابتون په مصر کې له (دارالکتب المصریه) وروسته دوهم لوی کتابتون خ دی.

د الازهر له مسجد څخه یوازې د یوه عبادت ځای په توګه کار نه اخیستل کېږي، بلکې د فتواوو صادرلو لوی مرکز هم بلل کېږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران