سپورټ

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په نیوزیلینډ کې څلورمه بریا خپله کړه

لیکنه: احسان الله ساپي

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د تیاریو په موخه په نیوزیلینډ کې تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چې په څلورو مسلسل سیالیو کې یې د نیوزیلینډ ځایي کلب سنټرال ډېسټرېکټ اېلېون په نامه لوبډلې ته ماتې ورکړې دي.

د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه ۸ ورځې وروسته په نیوزیلینډ کې پیلیږي، چې پکې ۱۶ لوبډلې ګډون لري.

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام په دې سیالیو کې افغان لوبډله په D ګروپ کې د پاکستان، سریلانکا او ایرلینډ سره یو ځای قرار لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د نړیوال جام په دغه سیالیو کې یې د پوره چمتوالي سره د ګډون په موخه یې افغان لوبډلې ته په نیوزیلینډ کې تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چې دغه لړۍ یې په بریا سره روانه ده.

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام په راتلوونکو سیالیو کې به افغان لوبډله په لمړۍ لوبه کې د پاکستان، دویمه کې د سریلانکا او د ګروپ په دریمه سیالۍ کې به د ایرلینډ لوبډلې سره مخامخ شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی