لوبې

افغان ۱۹ کلنو دریمه لوبه وبایلله، خو د مخکې تګ مخه یې نه شي نیولی

لیکنه: غازي عابد

د ۲۰۱۸ م کال په نړیوال جام روانو سیالیو کې افغان ۱۹ کلنو لوبډ‌له نن له ایرلېنډ سره مخامخ شوه، چې په له مقاومت وروسته لوبه د ایرلېنډ په بریا پای ته ورسیده.
پچه یا ټاس افغانستان ګټلی و، خو د توپوهنې پر ځای یې، توپ اچوونه غوره کړې وه.
د ایرلېنډ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې ۲۲۵ منډې جوړې کړې او ۸ لوبغاړي یې سوځیدلي ول. نن د تیر خلاف، دوو ځوانو افغان توپ اچوونکو؛ قېس احمد او وفادار خان درې درې، لوبغاړي وسوځول.
افغان توپوهونکو هم خپله خواري وکړه، په ۴۹،۲ اورونو کې یې ۲۲۱ منډې جوړې کړي او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.
افغانستان دغه لوبه یوازې په ۴ منډو وبایلله.

په مخکې تګ یې اغیز؛
افغانستان له دې وړاندې دوه نورې پیاوړې لوبډلې، پاکستان او سریلانکا مات کړي او ځان یې پرې تر کوارټرفاینل ته رسولی. دغه ماته په روانو سیالیو کې د افغانستان د مخکې تګ مخه نه شي نیولی.

د روان جام په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړې وهد افغانستان ماته د هند او پاکستان په پرتله ځکه دومره خواشینونکي نه ده چې په کمو منډو یې بایللې.
د کرکټ مبصرین وايي، دا لوبه د افغانستان د راتلونکو لوبو لپاره یوه تجربه کیدای شي. ځکه هغه تیروتنې چې په نننۍ لوبه کې وشوې، لکه د لوبغاړو ژر ژر ویکټې له لاسه ورکول، که راتلونکې کې یې مخه ونیول شي، نورې لوبډلې هم ماتولی او لا ښه چمتو کیدلی شي.

افغان لوبغاړو ته نیوزیلنډی انډ مولز روزونه ورکوي.

له دې وروسته به افغان لوبډله په خپلې راتلونکې سیالۍ د سوپر ایټ پړاو کې د نړیوال جام کوربه نیوزیلینډ یا جنوبي افریقا خلاف د سیالۍ ډګر ته ووځي، چې ګټل یې خورا اړین او په دغه جام کې مخکې تګ یې اسانوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد