لوبې

افغان کرکټ ملي لوبډله د زوال پر لور؛ بشپړ غړیتوب هم په خطر کې دی

لیکنه: احسان الله ساپی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د مسلسل ماتو سره مخ شوه.

د کرکټ ملي لوبډلې په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د سکاټلینډ، دویمې لوبه کې د زیمبابوې او دریمې سیالۍ کې په مسلسل ډول د هانګ څخه د ماتې خوړلو سره مخ شوه.

د کرکټ ملي لوبډلې په دې ماتو سره ۹۰ سلنه دویم پړاو ته د ورتګ چانس له لاسه ورکړ او یوازې په وروستۍ لوبه کې د نیپال لوبډلې څخه د خپلې بریا خپلولو او همدا راز د زیمبابوې او نیپال لوبډلو څخه به د هانګ کانګ د لوبډلې ماتولو ته په تمه وي.

که افغانستان په خپلې راتلونکې سیالۍ د نیپال څخه په لوړ اوسط لوبه خپله کړي او هانګ کانګ لوبډله په راتلونکو دوه لوبو کې د زیمبابوې او نیپال لوبډلو څخه ماتې وخوري؛ نو بل پړوا یا د سوپر سیکس مرحلې ته به د ورتګ چانس ولري، چې دا یو ستونزمن کار ښکاریږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو څخه وړاندې خپل رسمي لوبډلمشر اضغر ستانکزی د اپڼدیکس عملیات ترسره کولو له کبله د لاسه ورکړ او پر ځای یې راشد خان کپتان وټاکل شو، خو افغان لوبډله د دوه مسلسل لوبو د ماتې سره مخ شوه.

د اضغر ستانکزي وروسته د کرکټ ملي لوبډلې شهزاد محمدي د لاسه ورکړ، چې د لوبډلې مرال لا نور هم کمزوری شو او د هانګ کانګ لوبډلې څخه یې هم ماتې وخوړه.

افغان لوبډله په داسې مهال د کرکټ د دویمې او دریمې درجې هېوادونو د لوبډلو څخه ماتې خوري، چې افغانستان ته په وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په موقت ډول بشپړ غړیتوب هم ورکړل شوی دی.

په ټولنیزه شبکه فیسبوک پاڼه کې بې شمیره د کرکټ څارونکي او مبصرین د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټه په پراخ فساد او لوبډله کې د ورور ګلوۍ په موضوعاتو کې ښکیله ګڼي.

دوي وایي، د کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې په اوسنۍ کمیټه کې اړیکې پالل کیږي او هر یو غړی یې د خپلې کورنۍ غړي رامخکې کوي، چې د با استعداده لوبغاړو کرکټ پکې ښکار دی.

دوي دا هم وايي، چې د کرکټ بورډ موجوده کمیټه دې لغوه شي او ملت ته د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو کې د ماتو او په لوبډله کې د هغه لوبغاړو د انتخاب او لوبیدو په اړه ځواب ووايي، چې په سیالیو کې د مسلسل ماتو سره مخ او کارکردګي یې په هیڅ حساب ده.

تر ټولو وړاندې نیوکه پر نورز منګل ده، چې نوموړي په لوبډله کې تر هر چا وړاندې خپل ورور احسان جنت را مخکې کړی دی، نوموړی په ۵ پرلپسې لوبو کې ولوبید چې ټولې یې تر ۴۰ پورې منډې جوړې کړې او هر سیالۍ کې یې اوسط د ۸ منډو سره برابر دی او دغه اوسط څخه په وروستۍ لسمه ویکټ راتلونکې بالر چې توپ وهنه ترسره کوي هم لوړو منډې ریکارډ لري.

ورپسې د پخواني لوبغاړي او د کرکټ بورډ د اوسني غړي رییس احمدزي ورور ناصر جمال دی، چې دی هم په مسلسل ۴ لوبو کې ولوبید او تر ۴۰ یې پورته منډې جوړې نکړې.

د دواړو احسان الله جنت او ناصر جمال پر ځای سمیع الله شینواری د لوبډلې څخه بهر پاتې شول او په سیالیو کې ورته د دوي په شتون کې د لوبیدو موقع ورنکړل شوه.

اندیښنه !
که د کرکټ ملي لوبډله په روان کال کې همداسې لوبو ته دوام ورکړيي، نو ډیر ژر به د کرکټ نړیواله شورا هم د افغانستان څخه مخ واړي او بیا پام کول به یې کلونه وخت ونیسي، چې پکې افغانستان د هر لحاظه د تاوان سره مخ کیږي او موقت بشپړ غړیتوب یې هم د خطر سره د مخامخ کیدو طرف ته روان دی.

 

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی