ټولنیز ژوند رسنۍ

افغان ښځې او رسنۍ؛ ګټه او اړتیا یې

لیکنه: ياران

لیکنه: مریم محمدي

د نورو ټولنو په شان په افغان ټولنه کې هم د ښځو رول ډیر مهم دی .

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت په رامنځته کېدو سره د ډېرو نورو برخو تر څنګ مطبوعاتو هم خورا بهترينه موقع ترلاسه کړه او د افغانستان په تاريخ کې يې بې سارې وده او پرمختګ وکړ.

تقریباً د افغانستان په ملي او شخصي تلویزیونو، راډیوګانو او نورو رسنیو کې ښځې ښاري، با سواده او د اوسني عصر سره سمې ښکاري. افغانو ښځو د رسنیو له طریقه په ټولنیزو بدلونونو، مساوات او برابرۍ کې یو مهم رول لوبولی.

ښځې په رسنیو کې د خپل مثبت شخصیت او مهارتونو لکه تعلیم، امنیت، سیاست او حکومت دارۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکولی شي:

۱- په رسنیو کې د ښځو د کار ګټه
د شمشاد راډیو تلویزیون ویانده پښتنه عربزۍ وایي:

د شمشاد تلویزیون خبریاله پښتنه عربزۍ

«ویاړم چې د رسنۍ کار کوونکې یمه، لکه څنګه چې زموږ په ټولنه کې یوې میرمنې د ډاکټرې، معلمې، مدیرې، وکیلې، وزیرې او نورو برخو کې ښځو ته خدمت کړی، ما هم له تیرو ۱۲ کلونو راپه دې خوا د رسنیو له لارې خپلو افغانو میرمنو ته خدمت کړی.»

هغه زیاتوي؛ هره خپرونه کې یې هڅه کړې چې د میرمنو د تعلیم، د ښځوحقوق، تاوتريخوالی، میراث، ولور، ناوړه دودونه، د خاوند حق، د دې په څیر سلګونو نورو موضوعاتو ته ځای ورکړی چې تر څو وکولی شو د ښځو په ژوند کې یو مثبت تغیر راولو.

۲- په رسنیو د ښځو اړتیا
په ټولنه کې د ناوړه کلتوري مسايلو له منځه وړل او د عامه پوهاوي پراختيا په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو په ګومارلو کې ډېره مرسته کولای شي.
په ټولنيزو رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو نه شتون پر ټولنه هر اړخيز منفي اغېز لري.

ارزو صادیقي چې له تیرو ۸ کلونو را په دې خوا له مختلفو رسنیو سره د میرمنو په برخه کې بیلابیلې خپرونې یې جوړې کړي یاران ته وویل:

«په افغاني ټولنه کې د ښځو انځور په سم ډول نه دی ښکاره شوی، دلته خلک ښځه يا د کور ګڼي او يا د ګور. داسې نه ده چې ښځه يو جلا مخلوق دی ښځه بايد د ځان په څير يو موجود وګڼئ، لکه څرنګه چې د یو نارینه کار په یوه اداره کې مهم دی، همداسې د یوې ښځې کار ته زموږ په ټولنه کې اړتیا لیدل کیږي.»

اغلې صادیقي د بېلګې په ډول له ښځو سره تاوتريخوالی او د ښځو وژل یادوي. دغه مسايل نارينه ژورنالېستان نه شي راپور کولای؛ ځکه څوک خبرې نه ورسره کوي. خو ښځه له ښځې سره خبرې کولی شي او ستونزه راسپړلی شي. د هغې په وینا؛ کوم کار چې ښځينه خبريالانې کولی شي، نارينه يې نه شي کولای.

ننګرهار میشته خبریاله ملاله میوند چې له تیرو څو کلونو راهیسې په سیمه ییزو رسنیو کې کار کوي وايي؛ د رسنیو له لارې ښځو ته تر نارینه وو ډیرو ښځینه ژورنالیستانو خدمت کړی او کولی یې هم شي.

هغه وايي؛

ننګرهار میشته خبریاله ملاله میوند

«څومره خدمت چې ښځینه ژورنالیستانو نورو ښځو ته کړی او کوي، هغومره نارینه نه شي کولی. ځکه ښځه له ښځې سره خوښيږي چې وغږیږي او ستونزې شریکې کړي.»

۳- د ښځینه کارکوونکو په اړه د ښځینه اوریدونکو نظر
د غزني اوسیدونکې تمنا وايي، ځکه رسنۍ اوري چې تر ډیره ښځینه په کې دي او په کور کې یې هم څوک مخه نه نیسي چې کله د ښځینو خپرونې ګوري او اوري.

تمنا یاران ته وویل:

«زه ډیری وخت راډیوي او تلویزیوني خپرونې تعقیبوم. هغه خپرونې ډیرې ګورم یا یې اورم چې یوه ښځینه نطاقه یې په مخ وړي، دا ځکه چې زه یوه ښځه یمه او زه نسبت نارینه نه د ښځې په ژبه ځکه ښه پوهیږم چې ښځینه ویانده د ښځو د ژوند په اړه ښه درک کولی شي، یعنې د یوې میرمنې د زړه خبره یا د ضروت خبره یوه ښه میرمنه کولای شي.»

د پکتیکا ولایت اوسیدونکې عایشه چې د رسنیو لیدونکې او اوریدونکې ده، یاران ته وویل:

«نن سبا د ﮊﻭﻧﺪ ﭘﻪ ټوﻟﻮ ﭘړﺍﻭﻭﻧﻮ کې ﺭسنۍ مهم ﺭﻭﻝ ﺩﺭﻟﻮﺩﻟﯽ ﺩﯼ او دا چې ښځینه خبریالانې په کې دنده ترسره کوي، دا بیا هغه څه دي چې د میرمنو لپاره یې ریښتنی خدمت کړی. زموږ د ژوند، صحت، رواجونو، ماشوم روزنه او نورو برخو کې ښه رول لرلی. هغه متل دی چې وايي، د ګونګي په ګونګی ښه پوهیږي، بس زموږ په طبعیت ښځې ښې پوهیږي.»

که څه هم د مطبوعاتو پرمختګ په ځينو مواردو کې د منفي تاثيراتو لامل ګرځېدلی، خو په ټوليیز ډول يې د ټولنې د فکري رغونې، معلوماتو رسولو او په شعوري وده کې مهم او اړين رول لوبولی دی.

د کارپوهانو په وينا؛ له همدې کبله په رسنيو کې د نارينه وو ترڅنګ د ښځينه خبريالانو ونډه هم خورا اړينه بلل کېږي، څو ښځې د ښځو په ژبه د اړتيا وړ معلوماتو ته لاسرسی ولري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران