سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغان چاینه مین په کوانټي سیالیو کې ښه پیل وکړ 

د افغانستان د ټیسټ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ظاهر خان چې په چاینه مین سره مشهور دی، د انګلستان په کورنیو کوانټي کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللی دی، چې په خپل ګډون سره یې د لوبډلې لپاره ښه پیل وکړ.

 نوموړی د انګلستان په کوانټي سیالیو کې د لینکا شایر لوبډلې لخوا د لوبیدو په موخه لندن ته غوښتل شوی و، چې په رسیدو سره سم د دورحم لوبډلې خلاف په سیالۍ کې راڅرګند شو.

 په سیالۍ کې که څه هم د ظاهر خان لوبډلې بریا خپله نکړه، خو د دغه افغان لوبغاړي کار کردګي پکې د پام وړ وه.

دورحم لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۵۴ منډې جوړې کړې او مقابلې لینکا شایر لوبډلې ته یې د ۱۵۵ منډې هدف ورکړ.

افغان لوبغاړي ظاهر خان په خپلې دې لمړۍ سیالۍ کې د ۴ اورونو په ترسره کولو سره د ۱۹ منډو په ورکړې سره دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده، چې د انګلستان په کورنیو بلاسټ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ظاهر خان وړاندې درې نورو افغان لوبغاړو هم ګډون کړی دی، چې لا هم د خپلو لوبډلو لپاره لوبیږي.

محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس او مجیب ځدران د همپشایر لوبډلې لخوا لوبیږي، چې محمد نبي عیسی خیل تر نورو ښه ځلیدلی دی او خپله لوبډله یې څو ځلې بریا ته رسولې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی