افغانستان سیاسي شننې

افغان چارواکي یوازې ټپیانو ته دعا کوي، خو غچ نه اخلي

دا سمه ده چې د وسلوالو طالبانو د قومندې مرکزونه له هیواده بهر په پاکستان کې دي. خو ددوی جګړیز ځواک دننه د هیواد په پراخو سیمو کې دی، چې د افغان امنیتي او دفاعي ادارو او د دوی د امکاناتو له رسد لرې نه دي.

په نورو هیوادونو کې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ له لسیزو جګړو وروسته شخړه یوه په ټپه دریدلي حالت ته رسیږي. ځکه دواړه لورې د یو بل کمزورې نقطې پیدا کوي، او د همدې پر بنسټ د انتقامي یا غچ اخیستونکو عملیاتو له ویرې پر یو بل سخت او خونړي بریدونه نه کوي.

خو افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ادارو مفسد او په جوړجاړیو پورې تړلي چارواکي هیڅ کله ددې جوګه نه شول، چې د دومره ډیرو وسلو او امکاناتو سره په وسلوالو پسې ولاړ شي، مرکزونه یې له منځه یوسي او ویې ځغلوې. بلکې په دې هم تر اوسه نه دي توانیدلي، چې د کابل او کندهار د بریدونو په څیر له خونړیوبریدونو نه وروسته په هیواد کې دننه د وسلوالو طالبانو پر هغو کمزورو نقطو چې دوی ته معلومې دي تندریز انتقامي بریدونه وکړي. داسې بریدونه چې وسلوال درد احساس کړي.

دا انتقامي بریدونه د نړۍ په ټولو هغو هیوادونو کې حکومتونه کاروي چې په یو ډول له وسلوالو بغاوتونه سره مخ دي. او همدا غچ اخیستونکي بریدونه ددې سبب کیږي چې وسلوال مخالفان په داسې بې دریغه ډول عام خلک ونه وژني.

که مفسدو افغان امنیتي چارواکو د غچ اخیستنې کومه ستراتیژي لرلی، نو وسلوالو طالبانو به په ښارونو کې د داسې خونړیو بریدونو له ترسره کولو مخکې له ځان سره سل ځل د حکومت پر سخت عکس العمل سوچ کولی.

خو اوس هغوی ځکه د کابل په سپینو واورو کې په ډاډه زړه د عامو افغانانو وینې بهوي چې پوهیږي، د ولسمشر په شمول ټول چارواکي له پېښې وروسته پېښه د وطن د دښمنانو کار بولي، روغتونونو کې د ټپیانو پوښتنه کوي، روغ صحت ورته غواړي، او شهیدانو ته د شهادت مبارکي ورکوي. خو هیڅ داسې غچ اخیستونکی اقدام نه کوي چې ددې برید ترسره کونکي درد احساس کړي.

وسلوالو ته ښه معلومه ده چې افغان حکومت او امنیتي ادارې یې دومره په فساد کې ډوبې دي چې د غچ اخیستلو امکانات یې فلج دي. بلکې په دې اړه د فکر کولو وس هم ورسره نه شته.

څو چې افغان چارواکي له وسلوالو څخه د غچ اخیستونکو اقداماتو پر بیلابیلو اړخونو غور ونه کړي او د هر برید څلور چنده غچ وانه خلي، د مسکو، تهران او اسلام اباد په مینه مست وسلوال به د افغانستان د ښارونو په واټونو کې د افغانانو د وینو دا ویالي همداسې تاندې ساتي.

افغان چارواکي دې د هلمند، کندهار، ارزګان، کندز، ننګرهار او نورو ولایتونو پراخې سیمې د مسکو، تهران او اسلام اباد له نوکرانو نه نیسي او نه یې ددې شته مفسدوالي سره نیولی شي. خو لږ تر لږه دې له سترو خونړیو بریدونو وروسته یوازې څو الوتکې او یو پوځي قطعه په ځانګړو ځایونو کې له وسلوالو د غچ اخیستو لپاره وکاروې.

په دې صورت کې به د افغانستان اوسنۍ جګړه چې د سولې لاره یې ورکه ده یوه په ټپه دریدلي حالت ولاړه شي.

وسلوال طالبان او نورې ډلې به پوه شي که په ښارونو کې ډيرې وینې وبهوې، د کابل په ارګ کې ځینې کسان شته چې غچ یې ورته نه پریږدي. نو بیا له هر خونړي برید مخکې لومړی سوچ کوي او معلومه خبره ده کې باوري وي چې ترې اخیستونکی غچ به سخت وي، داسې خونړي بریدونه به نه کوي.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟