ساینس او ټیکنالوژي

افغان نجونې او د روباټونو په نړیوال سیالو کي کډون

لمړی خو دا د خوشحالی خبر دی خو څه چې زه تشویشي کړي یم هغه دا چې په روباټونو او ګیمونو کي له کمپیوترې ژبو سره مصنوعي ذکاوت(Artificial Intelligence or Machine Intelligence) کاریږي، کوم چې د ټکنالوجې تر ټولو پیچلي مسله ده.

کوم مضامین(کمپیوټرې ژبې او مصنوعي ذکاوت اړوند) چې د افغانستان د کمپیوترساینس په دوهم او دریم ټولګي کي تدریس کیږي هغه معمولاً د امریکا او اروپایې هیوادونو د ښوونځي په اتم او نهم تدریس کیږي.

نو دا نجونې چې دلته هرات کې ښوونځي وایې نو معلومه خبره ده چې د مهارت له مخې له هغو زده کوونکو سره به سیالې ونه سواي کولای. خو بله زاویې که ورته وګورو مفکوره ډیر وخت الهام وي، ممکن رد سي یا ممکن تایید، داسې هم وي په مفکوره کې ډیر وخت تر ډاکټر استاد یې شاګرد ښه نوښت کوي.

که څه هم ماته دا روښانه نه ده چې دا افغان نجونې به څومره د روبوټ جوړونې په پیچلي ډګر کې ځای خپل کړې خو په داسې یو سیالۍ کې ګډون یې هم د افغانستان لپاره په ویاړ سربیره په دې هیواد کې ټیکنالوژۍ راتلونکې ته ښه زیری دی.

ما له خپلو دوو نورو همصنفیانو سره هم د پوهنتون د دوهم ټولګي په پای کې د یو روبوټ جوړولو تصمیم نیولي وو، زموږ سانسپټ نوي وو، هغه وخت موږ د تر پنځه لس زره افغاني پورې سانسورونه، ریموټونه او نور اړوند وسایل او یو چینایې هلیکوپتر(چې تر سلو مترو لوړ یې پرواز کولی شو) په څو زره افغاني واخیستل ځکه د هغه ځینې پروزې مو په کار وي. خو ځینې نور څه مو په کار وو لکه روټر او داسې نور چې زموږ یې وس نه درلودل او لابراتوار نه وو، نو همداسې پاته سو کنه موږ یې اصلي نمونه(prototype) هم ډیزاین کړي هم وو.

خو په هر صورت روباټ جوړونه پوره امکاناتو او مهارتونو ته اړتیا لري، خداي دي هغه وخت راولی چې موږ ددوي د ښوونځي د دورې مضامین په پوهنتون کې ونه وایو، او په دې ډګر کې له نړۍ سره اوږه پر اوږه سیالي وکړو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */