سپورټ

افغان لوبډلې له زیمبابوې په حیرانوونکي لوبه سیریز خپل کړ

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کوربه افغانستان او میلمه زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو پیل شوې لړۍ کې افغانستان د زیمبابوې خلاف بریا خپله کړه.

د دغه ۵ سیالیو لړۍ چې د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شوې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ ۴ لوبې ترسره شوې، چې په ۳ لوبو کې افغانستان او یوه سیالۍ کې زیمبابوې بریا خپله کړې ده.

د سیریز په څلورمه لوبه کې د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې یوازې ۱۳۴ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې لخوا ځوان مجیب ځدران د زیمبابوې ۵ لوبغاړي وسوځول او دغه لوبډله یې د لوړ هدف څخه را ایساره کړه. همدا راز په نورو لوبغاړو کې راشد خان ۳ او محمد نبي عیسی خیل ۲ لوبغاړي وسوځول.

مجیب ځدراڼ نن ۵ لوبغاړي وسوځول

د افغان لوبډلې لخوا د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۳۵منډو هدف د لوبې په ۲۲ اورونو کې ترلاسه شو.
د کرکټ ملي لوبډلې او د دې لوبې بې شمیره مینه والو لپاره ښه خبر دا و، چې د یو کلن بندیز وروسته ملي لوبډلې د شهزاد محمدي راتګ یو څه اندیښمنونکی و، خو په دې سیالۍ کې شهزاد خپله هر اړخیزه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او نېمه سلیزه یې جوړه کړه.

شهزاد محمدي ۷۵ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، خو په سیالۍ کې مجیب ځدران ته د ښې لوبې کولو او شهزاد ته د ډیرو ۱۰ څلوریزو او ۳ شپږیزو جایزه ورکړل شوه.

شهزاد په نننۍ لوبه کې ۷۵ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې

د دواړو افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د روان سیریز وروستۍ پنځمه لوبه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې د افغانستان پر وخت به د مازیګر په ۳ بجو سره پیل شي.

که افغان لوبډله په دغه سیالۍ کې هم بریا خپله کړي، نو د دغه سیریز بریا به ۴ د ۱ مقابل کې خپله کړي او د کرکټ نړیوالې شورا د ۵۰ اوریزه سیالیو کې به خپل ۱۰ مقام لا نور هم ځان سره وساتي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی