سپورټ

افغان لوبډله نن د متحده عربي اماراتو سره د سیالۍ ډګر ته ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن ۱۲ بجې د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي.

د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د خپلو ترسره کړیو ۵ سیالیو څخه په ۳ لوبو کې ماتې او ۲ لوبو کې بریا خپله کړې ده.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام ته ورتګ په موخه په روان غوراوي پړاو سیالیو کې په خپلې وروستۍ لوبه کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په بریا خپلولو سره یې ۲ نمرې هم ترلاسه کړې.

د دغه غوراوي پړاو سیالیو کې تیر ورځ کوربه زیمبابوې لوبډلې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په سیالۍ کې ماتې وخوړه، چې په همدې ماتې سره یې خپل مخکې تګ وځنډوه.

د غوراوي جام په دې سیالیو کې لا هم افغان لوبډله دوه لوبې لري، چې نن د متحده عربي امارتو او راتلونکې سیالۍ کې به د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره په لوبه کې مخامخ شې.

که په دواړو سیالیو کې افغان لوبډله بریاوې خپلې کړې او هم ویسټ انډیز سکاټلینډ ورسره متحده عربي امارت د زیمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو دواړه ویسټ انډیز او افغنستان به د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون په انګلستان کې ترسره کیږي، چې پکې ۸ د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې (اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، جنوبي افریقا، انګلستان، نیوزیلینډ او بنګله دیش ) لا د وړاندې مستقیمآ په دغه جام کې شامل دي او پاتې دوه لوبډلې به د همدې غوراوي جام سیالیو څخه ورته لار پیدا کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی