سپورټ

افغان لوبډله سبا د ویسټ انډیز خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي

د افغاانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه زیمبابوې کې ده، چې اوس مهال په تمریناتي کیمپ کې بوخته ده.

د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۹ م کال کې د انګلیستان په کوربه توب ترسره کیږي. خو ورته د غورواي سیالۍ د روان کال د مارچ د څلورمې نېټې څخه په زیمبابوې کې پیلیږي، چې پکې ۱۰ لوبډلې شاملې دي.

ګډون کوونکې ۱۰ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، متحده عربي امارات، پي ان جي او په دویم ګروپ کې افغاانستان سره زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډله ځای لري. د معلوماتو له مخې افغاان لوبډله به په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د مارچ په ۴ مه د سکاټلینډ، د مارچ په ۶ مه د زیمبابوې، د مارچ په ۸ مه د هالینډ او د مارچ په ۱۰ مه نېټه د نیپال لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

خو د رسمي سیالیو وړاندې ۱۰ ګډون کوونکو لوبدلو ته څو تمریناتي سیالۍ برابرې شوې دي، چې افغان لوبډله په لمړۍ سیالۍ کې د ویسټ انډیز او دویمه تمریناتي لوبه کې د هالینډ سره مخامخ شي.

د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړۍ تمریناتي سیالي د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه سبا پیل کیږي، په داسې حال کې چې د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي ( ډواین براوو، کیرن پولارډ، انډریو رسل، ډیرن سمي، ډواین سمیت، سونیل ناراین او نور) په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان سوپر لیګ لوبو کې په سیالیو بوخت دي.

که څه هم دا لوبه د ګټلو له کبله کوم امتیاز نه لري، خو رسمي سیالیو ته د ورتګ په موخه د لوبډلې مرال لوړولی شي.

دا دویم ځل دی، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډلې خلاف په سیالۍ کې سره مخامخ کیږي.

له دې وړاندې دواړه ملي لوبډلې د تیر ۲۰۱۶ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې سره مخامخ شوې وې، چې پکې افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره په کور دننه او بهر کې مینه وال حیران کړي و.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله به د ویسټ انډیز خلاف د تمریناتي لوبې وروسته په دویمه تمریناتي لوبه کې د مارچ میاشتې په لمړۍ نېټه د هالینډ لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی