لوبې

افغان لوبډله د پاکستان مقابلې لپاره کوینز ټاون ته ورسیده !

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د هېواد د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې د اسټرالیا خلاف پای لوبې ته د رسیدو په موخه په نېمه پای لوبه کې له ماتې وروسته نن د اسټرالیا کریس چارج څخه د کوینز ټاون ښار ته ورسیده.

افغانستان له استرالیا په نیمه پایلوبه کې ماته وخوړه

افغان لوبډله به د همدې نړیوال جام سیالیو کې د دریم مقام خپلولو په موخه د هندوستان څخه په نېمه پای لوبه کې ماتې خوړونکې پاکستانۍ لوبډلې سره مخامخ شي.

دواړه افغانستان او پاکستان د کرکټ نړیوال جام سیالیو د څلورم ګروپ څخه تر نېمه پای لوبې ته ورسیدې، خو خپلو سیالانو ته په ماتې خوړولو د مخکې تګ څخه پاتې شوې.
د دریم مقام خپلولو په موخه به دواړه لوبډلې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یو بل سره مخامخ شي، چې ګټونکې لوبډله به دریم او بایلونکې لوبډله به څلورم مقام خپل کړي.

افغان لوبډ‌لې له پاکستان درې سیالۍ پرلپسې ګټلي

د یادونې وړ ده، چې د نړیوال جام د ګروپ سیالیو په لمړۍ لوبه کې هم دواړه افغانستان سره مخامخ شوي ول، چې افغان لوبډلې پاکستان ته پکې ماتې ورکړې وه.
که افغان لوبډله په راتلونکې سیالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړي، نو د دریم مقام خپلولو ترڅنګ به په دې جام کې د دویم ځل او په وروستیو څلور سیالیو کې به پاکستان ته مسلسل ماتې ورکړي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي به د چهارشنبې د شپې او د پنجشنبې په سهار ۲ بجو سره پیل شي، چې د سټار سپورټ ټلویزیون د پردې له مخې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی