رسنۍ کلتور او هنر

افغان رسنۍ؛ په عملي او مسلکي برخو کې څو کمزوریانې او لارښوونې

لیکنه: ياران

د عبدالرقیب سایل لیکنه

د افغانستان دننه او له بهره اوس ډيرې رسنۍ خپل فعالیتونه ترسره کوي. ددغو رسنیو چارې سره متفاوتې دي. ځينې رسنۍ په لوړه کچه امکانات لري، خو ځينې داسې رسنۍ هم شته، چې ټول مصارف یې یوازې د اعلاناتو له لارې په لاس ورځي.

له ډير وخت راهیسې په افغانستان کې په مختلفو دورونو کې رسنیو خپل فعالیتونه ترسره کړي. رسنیو ته په یوه دور کې بشپړه ازادي ورکړل شوې، په بل دور کې بیا دا ازادي یې په مطلق ډول سلب شوې هم ده؛ کوم چې د افغانستان ژورنالېزم تاریخ یې صحنې سلامتې ثبت کړې دي.

له نن نه په وړاندې وختونو کې چې رسنیو څنګه کړنې درلودلې دا زموږ د اوسني رسنیز بهیر ښکارندوی دی. له هماغه وختونو را پدیخوا تر ننه پورې رسنیو دا اوږد مزل وهلی او اوسنی وضعیت یې ښه شاهد دی.

اوسنی دور د ټکنالوژۍ او ټکنیکونو مهال دي. په دې کې سربیره له رسنیزو وسایلو، بلکې افکار ډير لوړ شوي، مسلکونو پرمختګ کړی او نړۍ سره یوه کلي ته رانیږدې شوې ده. په داسې یوه وخت کې په اصطلاح هر څه ممکن دي. له پوهې واخله تر ټکنیکه هر څه زده کېدلی شي.

همداسې په رسنیو کې هم فعالیتونو ورځ تر بلې نوي کېدونکي دي. بېلابېلې طرحې رامنځته کېږي او د رسنیزو چارو کېفیت مخ په ښه کېدو وي.

دا سمه ده، چې په افغانستان کې هم ځینو رسنیو دغسې یوه حالات ته خپله پاملرنه زیاته کړې او له وخت سره سم یې رسنیزې چارې غني کړې دي، خو بل خوا لا اوس هم ځینې رسنۍ ډير ابتدایي فکر کوي؛ د لاملونو بحث یې جلا دی، خو هغه څه چې په اوسني دور کې ترسره کېدونکي دي او اساسي بڼه لري هغو ټکنیکونو ته پام کم امکانات او ځیرکتیا غواړي.

له دې سترګې باید پټې نه شي، چې اوس نسبي رسنیو او افغان خبریالانو په دې برخه کې خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړې دي او له نورو وختونو یې اوس د هېواد جوړونې، د ارزښتونو ساتلو او مسلکیتوب آرونو ته خپله توجه اړولې ده.

د یادولو وړ ده، چې د رسنیو په دغه ازاد بازار کې د زیاتې ګټې وټې لاسته راوړلو، افکارو پاشلو او مختلفو تبلیغاتو لپاره ځينې رسنیو خپلې رسنیزې کړنلارې او طرحې چمتو کړي، چې د ژورنالېزم له پاک مسلکه په استفادې یې د تطبیق هڅه کوي.

اصلاً غواړم په افغانستان کې د رسنیو چارو ته په کتو خپل دا بحث په څو مسلکي ټکو په روښانه کولو سره پای ته ورسوم چې له امله یې په افغاني رسنیو کې د کېفیت لوړونې او د رښتینې خبریالي د ترسره کولو باعث کېږي.

راپور لیکنه
کېدای شي تاسې فکر وکړئ، چې آیا د رسنیو لپاره راپور لیکنه دومره مهمه ده، چې په ټوله کې د رسنیو د کېفیت لامل کېږي؟
بې له شکه، د رسنیو خبري برخه مطلق په ریپورټ او خبري ژانرونو تمرکز لري ځکه همدغه ژانرونه دي، چې مخاطبان د سیمې له پېښو پرې خبرېدلی شي. په مسلکي ډول، د راډيو، ټلویزیون او مطبوعاتو لپاره جلا ـ جلا راپورلیکنه کېږي، خو سربیره پر دې چې په افغاني رسنیو کې دغه ټکي ته پام نشته، بلکې ځینې وخت د راپور لیکنې هغه بنسټیز آرونه هم له پامه غورځول کېږي.

که ووایم، چې یوازې پېښې رېپورټ شوې دي او په پېښو کې نورې سوژې لا هماغسې سلامتي پاتې دي نو ادعا به مې بې ځایه نه وي؛ د هغو سوژو تر اوسه پورې کومې رسنۍ / ژورنالېست یې پاڼه هم نه ده اړولې، نو څنګه به واقعي رسنیز کار وشي، چې مثبته پایله ولري.

د بېلګې په توګه؛ دقیق وخت مې نه دی یاد، خو فکر کوم له شمشاد ټلویزیون څخه یو مهال د میدان وردګ ولایت اړوند یو راپور تیریده، چې موضوع د هغه ځای د ځایي کوچیانو او مېشتو هزاروو ترمنځ د ځمکو نیولو او پر کوچیانو د ظلمونو په اړه وه. ژورنالېست دا موضوع یو طرفه راپور کړې وه ځکه هلته د سیمې کوچیان د موضوع په اړه غږول شوي و مګر مقابل لوری چې د راپور مهم اړخ دی یعنې په راپور کې له هزارو څخه د هېڅ یوې سرچینې څرګندونې نه وي راوړل شوې.

اصلاً په رسنیو کې داسې یو حالت انځورول په خپله د جګړې د لا زیاتېدنې لامل ګرځي ځکه مقابل لوري ته د راپارونې حس ورکول کېږي او په غبرګون لاس پورې کوي.

له دې پرته په رسنیو کې په لسګونه ورځني داسې راپورونه شته او لا هم رسنۍ پرې اخته دي ترڅو په دې سره رسنۍ د ځینو موخو لپاره اختلافات رامنځته کړي او دوی ګټه وکړي.

بشپړ اېډېت
معمولاً په رسنیو کې د اېډېټ اړخ ډير مطرح وي ځکه په مسلکي توګه هر څه چې خپرېدونکي دي؛ حد اقل یو ځل باید د یوه مسوول کس له نظره تیر شي او په مسوولیت خپاره شي.

له عادي متن واخله، تر انځور، غږیز او انځوریز فایل پورې ټول مواد باید اېډېټ شي ځکه په دې سره یو ډاډ ترلاسه کېږي او بل هغه نیمګړتیاوې چې په خپرنیزو توکو کې موجود وي هغه اصلاح کېږي.

موجوده رسنیو ته؛ یا په بل عبارت افغان رسنیو چارو ته که پام وشي. ډير زیات په متنونو، انځورونو او خپرنیزو توکو په تکنیکي اړخونو کې تیروتنې موجودې وي. په دې معنا؛ کله کلمې او جملې غلطې لیکل شوې وي، کله د سیمو انځور غلط خپور شوی وي، کله وېډیو سمه نه وي سره ګډه( مکس) شوې او کله هم راپورټر په غږ کې ستونزه وي.

دا مسایل ټول هغه دي، چې ښايي کمه پاملرنه وغواړي، خو په دې سره د رسنیو ځواک او مورال ډير ښه د مخاطبان تر سترګو ور څرګندېدلی شي. موږ نه وايو، چې په افغاني رسنیو کې اکثره رسنۍ تیروتنې لري، ولې استثناات شته، چې ځینې رسنۍ دغو مسایلو ته ډير پام ساتي او هغه ادارې بیا ډير کتونکي هم لري.

د اېډېټ په برخه کې د پروګرامونو اوډون هم دی، چې څه ډول باید په رسنیو کې پروګرامونه خپاره شي؛ د هغو هم اېډېت کول مهم دي او په اطمنان سره یې خپرول په کار دي.

مخاطب پېژندنه
دلته رسنیو په خپلو کړنلارو کې دا نه دي څرګند کړي، چې د دوی د پوښښ ساحه څوک دي؛ یعنې کوم خلک دي، آیا نارینه که ښځینه؛ ځوانان که زاړه؟ میرمنې که ماشومان؟

دا مسئله ددې لپاره مهمه ده، چې د رسنیزو ادارو موخه څرګندیږي. هماغسې بیا خپل پروګرامونه او خپله خپرنیزه کړنلاړه جوړوي.

په هر صورت دلته د رسنیو په دې روان بهیر کې رسنيزې هڅې عامې دي. په دې معنا، چې په نوم رسنۍ هر ډول فعالیتونه ترسره کوي. کارونه یې مشخص نه دي. فرضاً د روغتیا، خبرونې، لوبې او زده کړې د ټولو په اړه نشرات لري. ضرورت دا دی چې د هرې برخې لپاره مسلکي یا لېواله کس وګومارل شي او هر څوک خپل ـ خپل کارونه مخته یوسي.

د مخاطب په درک کولو سره، رسنۍ پروګرامونه هم ټاکلی شي. د پروګرام د پيلولو لپاره، د خپلو مخاطبانو ارزونه په کار ده، چې څه ډول پرواګرمونه ورته پیل شي. آیا دوی به ورسره موافق وي؟ آيا د دوی له ژوند سره به ټکر ولري؟

کله چې رسنیزې مخاطب ته په ارزښت قاېلې وي، نو رسنۍ خپل فعالیتونه ډاډمن ترسره کوي. پر ځان بسیا کېږي او پرمختګ کوي. له دې پرته به لکه افغاني ځينې رسنۍ چې مخ په زوال دي.

پورتني یاد ټکي ډير پراخ دي، خو عام دي؛ یعنې ډير څه په ځان کې رانغاړي. راپورلیکنه ددې لپاره، چې رسنیز هر ډول لیکنې ته پاملرنه باید وشي، مسلکي والی یې، لیکنیز مهارت یې او ګرامري اصول یې باید مراعت شوي وي. اېډېت یعنې د ټولو خپرنیزو توکو اېډېت ترسره کول؛ په رسنیو کې له مهمو عملي هڅو څخه دی. مخاطب درک کول ځکه عملي کار بولم، چې په دې سره کړنلاره او هدف مشخص کېدلی شي. کله چې مخاطب کومه رسنۍ خپل کړي، رسنیز اعتماد جوړیږي او له رسنیزه اعتماد سره رسنۍ خود کفا کېږي او له دې سره بیا رسنۍ پرمختګ کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران