ټولنیزې مسالې ساینس او ټیکنالوژي کلتور

افغان تدریسي فيډبک سیستم

طرحه: آغاملوک سهار

په افغانستان کې تر شپږ میلیونه زیات زده کوونکې ښوونځیو ته ځې، په سلګونو زره محصلین په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي،

او په زرګونه استادان د ماسترۍ، لیسانس، څورلسم پاس په سویه په مختلفو ځایونو کې نارینه او ښځینه په تدریس بوخت دي، چې دا د خوشحالۍ ځای دی.

موږ هر کال په زرګونه د دولسم فارغان ورکوو،چې دوي وروسته د کانکور ملي امتحان ورکوي، او یوه اندازه یې دولتې پوهنتونو ته لاره پیدا کوي. پاته نور یې که اقتصاد سم وو، شخصي پوهنتون شروع کوي، او که اقتصادي وضعیت یې سم نه وو، نو مجبور دي چې عادي کارونو ته را وګرځي. خو زیات داسې زده کوونکي لرو چې له له ښوونځې فارغ سي، خو له دولس کاله درس ویلو څخه ډیره کمه اندازه څه زده کړي وي. او له پوهنتون څخه فارغان مو ۵۰٪ د مارکیټ برابر ندي، په ټوله کې اوسني سیسټم موثریت نلري، داده د خواشنې ځاي ده، ځکه نه دولس کال وخت کم ده، نه په دي دولس کاله کې مصرف سوي امکانات کم دي. نو موږ اړ یو چې په دي اړه غور وکړو، او دا ستونزه کمه کړو، ځکه هم زده کوونکو، هم استادانو، هم دولت ته لوی زیات ده.

ممکن ځینې نور دلایل هم ولري خو عمده او لوی دلیل یې داده چې د زده کوونکي او محصل د غوښتنې مطابق او وړ تدریس کیږي یا نه ؟

ایا د استاد تدریسي میتود سم ده یا نه؟

دا لویه ستونزه ده، باید حل سي ، چې خوشبختانه موږ ورته یوه حل لاره پیدا کړي ده، چې د یو اپلیکشن په وسیله دا مشکل حل کیږي، او وخت په وخت به له زده کوونکو څخه د استاد د تدریس په اړه فیډبک اخیستل کیږي، او استاد به خپل د تدریس میتود لوړ، سم کړي. چې له دي سره به موږ څو فرصتونه لاسته راوړي وي.

۱: دا اپلیکشن زیاتي بودیجي او وخت ته ضرورت نلري ممکن د استادانو د معاش او مصارفو ۱٪ یا کمه بودیجه یې په جوړولو او تطبیقولو باندي ولګیږي.
۲: استادان به خپل د تدرس میتود لوړ کړي چې له دي سره زموږ د اکاډمیک محیط نور هم معیاري او وړ کدرونه به وپیژندل سي.

۳: زده کوونکي به نور هم درس ته تشویق او د زده کوونکو وړتیا به په ډیره اسانی تشخیص سي.

۴: زموږ تعلیمی او تحصلی سیسټم به سیسټماتیک معیاري او موثر سي.
زموږ هدف ددي اپلیکشن له جوړولو څه ده؟

دا اپلیکشن به څنګه دا کار ترسره کړي، او کومي فنګشنلټی به ولري؟ ددي اپلیکشن اصلی یوزر یا استفاده کوونکي به څوک وي؟

کومه ټکنالوژی یې جوړولو لپاره ګټوره ده؟

څنګه به يې عملي کوو؟

زموږ هدف ددي اپلیکشن له جوړولو څخه داده چې وکولای سو دا د تدریس د فیډبک نشتون خلا په هیواد کې ډکه کړو، په ډیره اسانه ډول وکولای سو ددي اپلیکشن په وسیله د هیواد په هر ګوټ کې هر استاد له زده کوونکي او محصل څخه په ډیره اسانه ډول د خپل تدریس په اړه فیډبک ترلاسه کړي. او زده کوونکي او محصل په اسانه او دلچسپی سره خپل استاد او اداري ته د ورکړی سوی درس د ښه والي او نه ښه والي په اړه خپل نظر ووایې، چې ایا دا درس ددي له غوښتنی سره مناسب وو ایا ده څه تري زده کړو یا نه ؟.

ددي اپلیکشن اصلي یوزران یا استفاده کوونکي دری کتګوري دي، اول زده کوونکي دوهم استادان او دریم اړوند مسولین.

زده کوونکي به هم د اپلیکشن د استفاده کوونکي په حیث په دي اپلیکشن کې خپل حساب یعنې یوزرنیم او پسورډ لري او سیستم ته به د ضرورت په وخت داخلیږي.

او خپل اړوندو استادانو ته به په مناسب وخت خپل فیډبک ورکوي.

استادان به د سیستم بله ډله اصلی استفاده کوونکي وي چې دوي به په دي سیستم کې خپل یوزر نیم او پسورډ لري، او وخت په وخت دي اپلیکشن ته داخلیږی او د خپلو زده کوونکو لپاره د مضمون اړوند سکشن ایجاد کوي او اړوند زده کوونکي به هغه مشخص سکشن ته شامل کوي، او د زده کوونکو فیډبک به وخت په وخت ګوري. او ورسره به د زده ګوونکو او محصلینو د فیډبک خلاصه او مهم ټولګه په اپلیکشن کې یوه خاصی برخي ته چې ددي لپاره جوړه سوي، چې تول استادانو او محصلین دا مثبت فیډبک په ګډه وګوري، اچوي چې نور یې هم ولولي.

او دریم ډله استفاده کوونکي به اړوند چاوراکي چې د تعلیمی او اکاډومیکي سکتور د ودي او معیاري کولو دنده په غاړه لري، وي، چې د نظارت دنده په غاړه لري او ورسره به لایقه زده کوونکي او لایقه استادانو تشخیص کوي، او تعلیمی او تحصلی سیستم د معیاري کولو لپاره د زده کوونکو او استادانو له فیډبکونو څخه ګټه اخلي.

دا چې اوس په افغانستان کې له اته میلیونه نه زیات خلګ سمارټفون استفاده کوي او دا ورځ په ورځ زیاتیږی، او بله خوا په اکثریتو ولایتونو کې د انټرنیټ ټری جي خدمتونه سته نو دا موږ ته یو ښه فرصت ده چې له موبایل ټکنالوژي څخه استفاده وکړو او زه اوس په موبایل اپلیکشن کار کوم چې له هابیرډ ټکنالوژي په استفادي دواړو هم انډروید هم آي او ايس ته به اماده سي، او ویب به یې ډیر زر انلاین سي.

د عملی کولو لپاره دوه اسانه لارې دي

۱: د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت له لارې موږ دا اپلیکشن په ډیره اسانه ډول عملي کولای سو، چې دا دوه وزارتو د منظم تقسیم اوقات له لارې زده کوونکې او محصلین وهڅوي چې د خپل درس په اړه اړوند استادانو ته فیډبک ورکړي، استادانو به ددوي قیډبک واخلي او مسولین به یې څاري په دي لاره موږ له دوو چلینجونو سره مخ یو اول دا چې دا دوه وزارت باید دا اپلیکشن ددي موخي لپاره په ځان ومني، دوهم استادان باید د تعلیمی او تحصیلی کال په اوږدو کې استفاده کړي.

۲: لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده چې له دولتي پوهنتونونه سره سره په هیواد کې تر سل زیات شخصي پوهنتونونه سته او ورسره په زیات اندازه په مختلفو اړخو کې کورسونه او اکاډومیک مرکزونه سته موږ دا اپلیکشن لانچ کوو انډروید او آي او ایس اپلیکشنونه یې په سټور کې وړیا اچوو او په هیواد کې چې کوم عملی مرکزونه عملی کوي عملي دي کړي، کوم چې نه غواړي چې عملي یې کړي ندي کوي، یعنې دا انتخابی یا اپشنل ده.

نړۍ مننه
د یو پرمختللی افغانستان په لور

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */