سیاست

افغانستان کې د کوم ډول انقلاب اړتیا ده؛ پوځي که فکري؟

لیکنه: ياران

لیکنه: مسیح الله نوري

په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د یوې بې برخلیکې جګړې ګواه و او دی. دې کرغېړنې جګړې ډېرې د کار ککرې تر خاورو لاندې کړې او خورا ډېر زیانونه یې په اقتصادي او ټولنیز چاپېریال پرېښودل. که د خلکو رواني حالت ته ځیر شو، نو د جګړې ستومانتیا پکې له ورایه ښکاري.

جګړې د خلکو په ذهنونو داسې منفي اغېزه پرېښې، چې د سولې تمه او هیله ورته یوه بې خونده ټوکه ښکاري. روانه پېچلې سیاسي لوبه ښایي د سولې لپاره د ناهیلیتوب لویه فضا رامنځته کړي. بل خوا نفاق، بې انصافي، مذهبي تندروي، ټولنیزې او اخلاقي ستونزې او داسې نورې لویې او وړې ستونزې شته چې د جګړې په نشتون کې هم د ځینو وګړو په اندونو کې رېښې لري. دلته مونږ ته دا پوښتنې پیدا کیږې چې آیا دا جګړه په یوه لایتنهاي محور ولاړه ده او پای نلري؟ آیا د جګړې د کابو کؤلو لپاره کومه چاره شته؟ آیا ټولنه به د اوربند وروسته په خوښۍ کې واوسي؟ او په سلګونو نورې پوښتنې.

ځینې د روانو ناخوالو حل لاره په نظامي زور کې ویني. دوی فکر کوي چې خلک په جبري توګه دېته اړ کړي تر څو د جنګ څخه لاس په سر شي. ډېری خلک د پوځي زور او جبر حل لاره خوښوي او هغې شېبې ته په تمه دي چې جبري سوکالي په یوه ټولنه حاکمه کړي. خو دلته سوال پیدا کیږي چې په دې توګه د جګړه مارو خلکو په زړه کې د جګړې تلوسه او لېوالتیا ختومولای شي؟ ځواب په یوه ټکي که (نه) دی. په وګړو باندې جبري اصلاحات که هر څه اغیزمند برېښي خو پایلې يې تر ډېره نه پاتې کیږي. نو بالاخره حل لاره په څه کې ده؟

ماته مې اندود بل څه وایي، افغان ټولنه کې اوس مهال یو اوښتون ته اړتیا لیدل کیږي. داسې اوښتون چې افغانان بیا هیڅکله د جګړې پلوي ونکړي او د جګړې نه لکه دوزخ وېره وکړي. داسې اوښتون ته اړ یو چې په پنځو کلونو کې د درېیمې نړۍ د هېوادونو له قطاره ووځو او په ځان بسیاینې ورګډ شو. داسې اوښتون ته باید هڅه وکړو چې اکاډمیک او روزنيز چاپېریالونه یې له هر ډؤل نفاق څخه پاک وي. خو دا به کوم ډول اوښتون وي؟

د پاسنیو موخو ته د رسېدو لپاره مونږ یو اندودیز اوښتون ته اړتیا لرو نه پوځي. پوځي فشارونه او جبر خلک یوې مؤقتي سولې ته اړ کولای شي خو د سولې د بقا لپاره بیا هیڅ تضمین نشته. دلیل یې دا دی چي په پوځي فشار مونږ نشو کولای چې د خلکو جګړه‌ ایز اندوندونو ته بدلون ورکړو. په یوه استثنايي حالت کې پوځي اوښتون خورا ګټور ثابتدای شي او هغه دا چې اندودیز اوښتون ورسره مل وي.

په اصل کې اوښتون یا انقلاب د پوره بدلون معنی ورکوي مګر کله چې خلک د انقلاب نوم واوري نو سمدستي یې پوځي بغاوت سترګو ته ودریږي. باید وویل شي چې اوښتون یا انقلاب تل د پوځي جګړې انځور ندی. ځینې وخت د انسان اند او فکر هم باید پوره بدلون ومومي تر څو یوې مثبتې پایلې ته ورسي او دا پایلې بیا تر ډېره د بقا جامه اغوندي.

همدغه د فکر او اند پوره بدلېدل د یوې ښې پایلې لاسته راوړلو ته اندوندیز اوښتون وایې. د افغانستان اوسني حالاتو ته په کتو مونږ یوه پراخه فکري بدلون ته اړتیا لرو تر څو وکولای شو د جګړې کرکه په نورو نسلونو کې پیدا کړو. تر هغې چې اندود مو د تندرو فکرونو او سوچونو تش نکړو او تر هغې چې دا جګړه پردۍ ونه ګڼو، نو د دوامدارې سولې هیله به مو ګور ته یوسو.

تر ډېره باید دا هڅه وکړو چې په حکومتي جوړښت کې بنیادي اصلاحات راؤلو، په ښوونېزو او روزنیزو مرکزونو کې د جګړې ضد تبلیغاتي کمپاین شروع کړو، اکاډمیک ساحه تر نظر لاندې ونیسو او افراطي کړنې او تګلارې پکې شنډې کړو. ښایي چې د عامه ذهنیت دا ډول بدلون څه وخت ونیسي، مګر پایلې به یې خورا ګټورې وي. تر ټولو مهمه موضوع چې په اندودیز اوښتون کې اغیزه لري د (عدم تشدد) نظریې خپرول دي.

اکثره افغاني فکرونه تر ډېره احساساتي او جذباتي اړخ لري او د ډېرو کوچنیو مسائلو پر وړاندې تندروي خوښوي. په اندودیز اوښتون کې بله اړین موضوع د مېډیا او رسنیو پوره کنټرول دي. رسني باید خپلواکې وي، مګر کړنې یې باید د دولت او حکومت له خوا وڅارل شي. رسنۍ په فکري انقلاب کې د وسلې مثال لري. که چېرې د یوې ټولنې ټولې رسنۍ همغږي ولري او ټولې په یوه خوله د جګړې ضد شعارونه ورکړي، لېرې به نه وي چې فکرونه او سوچونه مو بدلون ومومي او د جګړې دواړه پلوه به یو بل په غیږ کې ونیسي.

مونږ او تاسو ته پکار ده چې پیل له خپله ځان وکړو او خپل اندود کې بدلون راؤلو او بیا د کورنۍ غړي دې ته وهڅوو چې د جګړې نه کرکه خپره کړي او وروسته بیا په خپل کاري چاپېریال کې دا ټکي خپاره کړو، چې هیڅکله اور په اور نشو وژلی، یعنې جګړه په جګړه نشو کابو کولای.

د یوه سوکاله او آباد افغانستان په هیله…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران