اقتصاد

افغانستان کې د عامو کارګرو لپاره د موبایل د اپلیکشن یوه طرحه

طرحه:آغاملوک سهار

په افغانیستان کې تقریباً ۴۰٪ بیکاره خلگ به انجینر،ډاکتر، فارمسیس، څارنوال، معلم او داسې کسان چې د انټرنیټ له لارې یا نورو لارو ځانه ته دنده پیدا کولاي سي.

خو پاته ۶۰٪ بیکار خلګ بیا رنګمال، مستري، اشپز، موټروان، ساختماني کارمند، لاس پلورنکی، صفاکار، روزاني وال، او داسې کسان چې لوړې زده کړي نه لري، او د انټرنیت او نور لارو ځانته وظیفه نسي پیدا کولاي، یا دا دندي معمولاً له دي لارو نه اعلانیږي.

زه غواړم داسي یو وړیا موبایل، ویب اپلیکشن جوړ کړم، چې داسي کسان یوازې خپل ځانونه په کي راجستر کړي، مثلاً یو رنګمال یو اشپز یا بل دي ورته کس ځان راجستر کوي، نور نه انټرنیت ته ضرورت سته، نه سمارټفون ته، نه انلاین اوسیدل، نه سواد لرل مهم دي. یو بل کس چې یا مارکیټ لري، یا شرکت، یا هوټل، یا بل کار لپاره یو دوه یا دري کسانو ته د څو ورځو د سته کار په خاطر ضرورت لري، ضرور نه ده چې کوټه سنګي یا چوک یا بل داسې ځای ته چې هلته داسې خلګ د کار پیداکولو لپاره منتظر وي ولاړ سي، بلکې دا اپلیکشن يې په موبایل کې سته، په اپلیکشن کې د ضرورت وړ کس د کتګورۍ په اساس پلټې،کوم چې نژدي وي زنګ ورته وهي، او راغواړي یې. له دي سره به څو کاره اسانه شي:

۱: موږ به دداسې بیکاره خلګو یو تیار ډیټابیس ولرو، ممکن له دي لاندي مواردو نه پرته دا ډیټابیس د وخت لپاره په کار سي.

۲۲: کوم کس چې کارکوونکو ته ضرورت لري، ضرور نده چې ولاړ سي څو ساعته وخته ضایع کړي، پیسې مصرف کړي او د د ضرورت وړ کس پیدا کړي یانه بلکي په ځای به یې یو یا دوه زنګونو دا کس پیدا او خپل کور یا شرکت ته راوبولي.

۳: داسي بیکاره کسانو ناسته او انتظار به په چوک او نور داسي ځایونو کې کم سي، چې هلته د کار پیداکولو په موخه کینې، بلکې کور کې یې او زنګ به ورته وهل کیږي.

۴۴: اپلیکشن له ډانلوډ نه وروسته انترنیټ ته ضرورت نلري، البته یو میاشت بعد باید یو ځل اپدیټ شي، چې نوي راجستر سوي کسان اضافه سي.

۵:وابسته ګې نلري، او ضرورت نلرو د کار پیداکولو یا کارکوونکي پیدا کولو لپاره پیسې ورکړو.

اوس نو تاسو راته ووایاست چې ددي اپلیکشن په مخکې کوم چیلنجونه پراته دي؟

ایا کار به اسانه کړي یا نه؟ افغانان ديته آماده دي چې داسې یو اپلیکشن استفاده کړي؟ او نور، تاسو کولی شئ چې خپل نظر په تبصره یا کامینټ کې ولیکئ

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */