سپورټ

د افغانستان او هندوستان د تاریخي ټیسټ لوبې نیټه او ځای اعلان شول

لیکنه: ياران

د افغانستان لومړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه به د هندوستان په بنګلور کې د جون د میاشتې له ۱۴ مې تر ۱۸ مې نیټې ترسره شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ دا تاریخي سیالي به په یادو نیټو د بنګلور په چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.

دا اعلان د هندوستان او افغانستان د کرکټ د بورډونو چارواکو د سه شنبې په ورځ په ډیلي کې له لیدنې وروسته کړی. تر دې مخکې هیڅکله د جون میاشت کې په هندوستان کې د ټیسټ لوبه نه ده شوې.

د تیر کال په ډیسمبر میاشت کې د هندوستان د کرکټ بورډ منلې وه چې د افغانستان د لومړنۍ ټیسټ لوبې لپاره به د افغان ملي ټیم کوربه توب وکړي.

افغانستان به له پاکستان، ځیمبابوې او بنګله دیش وروسته څلورم هیواد وي چې د هندوستان په وړاندې میډن ټیسټ لوبه کوي.

د ۲۰۱۷ م کال په جون کې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان او ایرلینډ لپاره د بشپړ غړیتوب په ورکولو ددې هیوادونو لپاره د نورو مخکښو ټیمونو سره د ټیسټ لوبو دروازه پرانیسته، او د کرکټ د نړیوالې شورا پر پخوانیو لس غړو دوه نور هم ورزیات شول.

په داسې حال کې چې افغانستان به خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د هندوستان سره کوي، ایرلینډ به بیا په خپل هیواد کې د خپلې لومړنۍ ټیسټ لوبې لپاره د مې په میاشت کې د د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم کوربه وی.

افغانستان له هغې ورځې چې په ۲۰۱۱ م کال کې یې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو امتیاز تر لاسه کړی، د کرکټ په برخه کې سترې بریاوې خپلې کړي دي. که څه هم افغانستان په همدې کال د کرکټ په نړیوال جام کې ونه لوبید خو په ۲۰۱۵ م کال کې یې دا چانس تر لاسه کړ او په ترڅ کې سکاټلینډ کرکټ ټیم څخه خپله لومړنۍ تاریخي بریا تر لاسه کړه.

افغان لوبډلې له هغې راوروسته کلونو کې پرلپسې بریاوې خپلې کړي او ډیره تمه کیږي چې که د کرکټ د مخکښو ټیمونو سره د ټیسټ لوبو شرایط ورته برابر شي، د کرکټ د نړۍ ډیر لوی ریکارډونه ماتولی شي.

پوښتنه : تاسو د هندوستان سره ددې لومړنۍ تاریخي ټیسټ لوبې په اړه څه نظر لرئ؟ افغان ټیم ته یې ګټه مهمه ده، کنه یوازې لوبه هم ډیر ارزښت لري؟ نظر لیکل مو مه هیروئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران