ژوند او ژواک

افغانستان ملي ماتم او د وژل شویو ډیپلوماټانو د یاد څلي جوړول اعلان کړل

افغانستان د دوه ورځني ملي ماتم ، او په کندهار کې د وژل شویو ډیپلوماټانو د یاد څلي د جوړولو اعلان وکړ.

په کابل، کندهار او هلمند کې د وروستیو ترهګرو بریدو د قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د غمشریکۍ په خاطر ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ په یو حکم کې د یکشنبې او دوشنبې ورځې ملي ماتم اعلان کړی چې په ټول افغانستان او بهر کې به د افغانستان بیرغونه نیمکښو وي.

په دې اړه د ولسمشر په راغلي حکم کې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ یو هییت ټاکل شوی څو په وروستیو پېښو کې د متحده عرب اماراتو د ډیپلوماټانو د وژنې سربیره د ټولو قربانیانو اعزاز او درناوی پر ځای کړي.

ارګ وايي، ددې پېښو د ټولو قربانیانو روح د دعا په خاطر به د ارګ په جومات او د هیواد په نورو جوماتونو کې یوه ورځ د دعا مراسم پر ځای کیږي.

د ولسمشر په حکم کې همدارنګه ویل شوي چې د متحده عربي اماراتو د وژل شویو ډیپلوماټانو په درناوي به کندهار کې د شهیدانو یو څلی جوړیږي او د یاد دړه به یې د بهرنیو چارو په وزارت کې خوندي کیږي. همدارنګه به عربي متحدو اماراتو ته یو لوړپوړی افغان هییت ځي، څو هلته د هغو ډیپلوماټانو د تدفین مراسمو کې ګډون وکړي چې کندهار کې وژل شوي دي.

د ولسمشر ددې حکم د عملي کیدو مسولیت د ملي امنیت د شورا دفتر ته سپارل شوی دی.

افغان حکومت په کندهار کې د هغه برید پړه چې د لوړ پوړو افغان چارواکو په ګډون په کې پنځه عرب ډیپلوماټان ووژل شول، د طالبانو کار بللی، خو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */