هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
فوټبال

افغانستان له اردن سره سیالي برابره کړه !

 

د ۲۰۱۹ م کال اسیا جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه افغان فوټبال ملي لوبډلې د اردون پر وړاندې سیالي مساوي پای ته ورسوله.

د داوړ افغانستان او اردن ترمنځ سیالي په لمړۍ نیمایي کې ۲ د ۱ پر وړاندې د اردن لوبډلې په ګټې پای ته ورسیده.

که څه هم افغان لوبډلې د سیالۍ په لمړۍ نیمايي کې یو ګول وروسته وه، خو دویمه نیمايي کې یې برید کوونکې لوبه پیل کړه او دوه نور ګولونه یې ترسره کړل، خو د لوبې په وروستیو کې اردوني لوبغاړي طارق خطب افغان لوبډله د بریا څخه ناهیلې کړه. نوموړي د لوبې دویمې نیمايي په وروستیو کې د افغان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ۶ م ګول ترسره کړ، چې لوبه یې ۳ د ۳ برابره کړه.

افغان فوټبال ملي لوبډله د ۲ نمرو په درلودلو سره لا هم د جدول په وروسي یا ۴ م مقام کې ځای لري.

که افغانستان او اردون دواړه په خپلو راتلونکو دوه سیالیو کې کمبودیا او ویتنام ته او هم کمبودیا ویتنام ته ماتې ورکړې، نو دواړه افغانستان او اردون به د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام ته د ورتلو چانس ولري.

د یادونې وړ ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله به له دې وروسته خپله ۵ مه سیالي د نوامبر میاشتې په ۱۴ مه نېټه د ویتنام پر وړاندې په هانوي کې او وروستۍ لوبه به د کمبودیا پر وړاندې د ۲۰۱۸ م کال د مارچ میاشتې په ۲۷ مه نېټه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې کې ترسره کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */