سپورټ فوټبال

افغانستان فوټبال کې د فلسطین کوربه توب کوي 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړ، چې په کابل کې به د فلسطین د فوټبال د ملي لوبډلې کوربه توب وکړي.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې د فلسطین د فوټبال ملي لوبډله یې د یوې تمریناتي سیالۍ په موخه کابل ته دعوت کړې ده، چې ورسره هوکړې ته رسیدلي دي.

د معلوماتو له مخې د دوړاو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دغه دوستانه سیالي به د روان ۱۳۹۷ ه ش کال د اسد د میاشتې په ۲۸ مه نیټه چې د ۲۰۱۸ م کال د اګسټ میاشتې د ۲۹ مې نیټې سره برابره ده په کابل کې ترسره شي.

د اسد ۲۸ مه نیټه په افغانستان کې د خپلواکۍ د ورځې سره سمون خوري او دغه ورځ هر کال د هېواد په ګوډ ګوډ کې په بېلابیلو ډولونو سره لمانځل کیږي، چې له ډلې یې ورزشي لوبغاړي هم په دغه ورځ خپلو سیالیو ته د هېواد د خپلواکۍ نوم ورکوي.

په افغانستان د کرکټ وروسته فوټبال هم هغه لوبه ده، چې ډیر مینه وال لري او د خپلې ملي لوبډلې هره سیالي څاري.

دا لمړی ځل نه دی، چې کومه بهرنۍ لوبډله افغانستان د سیالۍ په موخه راځي؛ بلکې له دې وړاندې نورې لوبډلې هم افغانستان د سیالیو په موخه راغلې دي، چې یوه یې هم د پاکستان د فوټبال ملي لوبډله ده، چې څو کاله وړاندې افغانستان ته راغلې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی