سپورټ نړیوال کرکټ

افغانستان د یو بل کلین سویپ په هڅه کې

 

په ننۍ سیالۍ کې به د شهزاد محمدي ترڅنګ حضرت ځاځي او ایرلینډ به د سټرلینګ لوبې ته په تمه وي .

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ګلبهار کپ په نوم د ۲۰ اوریزه سیالیو په وروستۍ دریمه لوبه کې نن ماښام د ایرلینډ سره لوبه کې مخ کیږي.

د ایرلینډ په کوربه توب د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه کرکټ لوبو د ترسراوي په موخه افغان کرکټ ملي لوبډله ایرلینډ ته تللې ده، چې په لمړیو دوه سیالیو کې یې بریاوې خپلې کړې دي، خو نن په وروستۍ لوبه کې به افغان لوبډله د کلین سویپ یا د صفر مقابل کې د ټولو لوبو ګټلو په هڅه کې وي، خو بل خوا به ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله د کلین سویپ څخه د ځان د ژغورلو په موخه میدان ته ښکته کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په ترسره شویو دوه سیالیو کې افغان لوبډلې د ۱۶ او ۸۱ منډو په توپیر سره بریاوې خپلې کړې دي او هم یې ایرلینډۍ لوبډله په کمو ۷۱ منډو سوځولې ده، چې اوس داسې ښکارې، چې په ایرلینډ د افغان لوبډلې سترګې سرې دي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د کلین سویپ خپلولو په هڅه کې د پیاوړي سپین بالینګ ترڅنګ د حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي برید کوونکې لوبې ته په تمه وي، چې د دغه دواړو لوبغاړو څخه د یو ښه لوبیدل ټولې لوبډلې ښه پیل ورکولی شي.

که څه هم شهزاد محمدي د روان سیریز په لمړیو دوه لوبو کې ډیر نه دی ځلیدلی، خو نن د نوموړي څخه تمه کیږي، چې خپل بیټ به راخلاصوي.

د افغان لوبډلې لخوا چپ لاسي اوپنر حضرت الله ځاځي لا د وړاندې په ایرلینډي بالرانو زړه یخ کړی دی. نوموړي په لمړۍ سیالۍ کې ۷۴ او دویمې سیالۍ کې ۸۲ چټکې منډې جوړې کړې دي، چې د هیڅ ډول بالر خلاف یې خپل بیټ نه دی درولی او تمه کیږي، چې نن به بیا ایرلینډۍ لوبډلې ته سر درد وي. 

له بل خوا افغان لوبډلې ته ډیر کله اوپنر پاول سټرلینګ او پخوانی لوبډلمشر ویلیم پوټر فیلډ خطرناکه ثابت شوي دي، چې ننۍ سیالۍ کې یې وړاندې رخصتول د افغان لوبډلې بریا کې مهم رول لوبولی شي.

سیالي به د افغانستان په وخت نن ماښآم په ۷ نیمو بجو سره د ایرلینډ په بریډي نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی