سپورټ

افغانستان د کوربه نیوزیلینډ داتلولۍ خوب په سیند لاهو کړ

د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې کوربه نیوزیلینډ ته په خپل کور کې تاریخي ماته ورکړه.

د نیوزیلینډ په کوربه توب د پیل شوي د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې تر دویم پړاو پورې نیوزیلینډۍ لوبډلې هیڅ ماتې نه وه منلې او په همدې جام کې یې لوبغاړو د سلیزو ریکارډونه جوړ کړي و، خو افغان لوبډلې یې په دغه جام کې مخکې تګ ناشونی کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې افغان لوبډلې د ټاس په خپلولو په لمړۍ توپ وهنې سره د ۳۱۰ منډو هدف نیوزیلینډۍ لوبډلې ته وټاکلو.

نیوزیلینډۍ لوبډلې پیل د افغان لوبغاړو لخوا د ګواښ سره مخامخ شو او په ۲۰ منډو یې ورته ۴ لوبغاړي وسوځول او بیا یې نورې ویکټې هم په مسلسل ډول ګوزار شوې.

نیوزیلینډۍ لوبډلې د ۱۰۷ منډو جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي د لاسه ورکړل او افغان لوبډلې ته یې د ۲۰۲ منډو په ستر توپیر سره ماتې وخوړه.

په دې بریا سره افغان لوبډله تر نېمه پای لوبې ورسیده، چې د اسټرالیا په خلاف به فاینل پړاو ته د رسیدو په موخه د راتلونکې دوشنبې په ورځ په سیالۍ کې سره مخامخ شي.

د نیوزیلینډ په کوربه توب د ۱۶ لوبډلو په ګډون د پیل شوي کرکټ نړیوال جام سیالیو په کوارټر فاینل لوبو کې اسټرالیا د انګلستان، جنوبي افریقا د پاکستان، هندوستان د بنګله دیش او افغانستان د کوربه نیوزیلینډ سره په سیالیو کې مخامخ شول، چې په لمړۍ سیالۍ کې اسټرالیا انګلستان ته، دویمې لوبه کې پاکستان جنوبي افریقا ته او افغانستان کوربه نیوزیلینډ ته په ماتو ورکولو سیمي فاینل یا نېمه پای لوبې ته ورسیدل، خو د نن شپې په سیالۍ کې به هندوستان د بنګله دیش خلاف په سیالۍ کې سره مخامخ شي او ګټونکې لوبډله به د پاکستان خلاف نېمه پای لوبې ته ورسیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی