هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کرکټ

افغانستان د ټیسټ کرکټ پيل له زمبابې کوي

د کرکټ نړیوالې شورا سره د افغانستان او ایرلینډ ګډون د ټیسټ کرکټ لوبډلو شمیر له ۱۰ څخه تر ۱۲ زیات کړ، چې پکې د کرکټ په قوانینو کې یو شمیر تغیرات هم ولیدل شول.

د کرکټ نړیوالې شورا د قوانینو له مخې، په راتلونکي ۲۰ کرکټ نړیوال جام کې به نوې ۱۲ پوره غړیتوب لرونکې لوبډلې په دوه ګروپونو شوې وي.

په الف ګروپ کې به ۷ او په ب ګروپ کې به ۵ لوبډلې شاملې وي.

د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸ م کال ۲۰ جام په سیالیو کې به هم په لمړي ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، سریلانکا، پاکستان، نیوزلینډ ا، جنوبي افریقا او په دویم ګروپ کې به افغانستان، ویسټ انډیز، بنګله دیش، زمبابې او ایرلینډ شامل وي.

داوړو افغانستان او ایرلینډ ته په دې وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ سټیټس یا درجه ورکړل شوه، خو لا تر اوسه یې د ټیسټ یا ۵ ورځینیو سیالیو پیل نه دی کړی.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، افغانستان به د روان ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې د ټیسټ کرکټ پیل د زمبابې لوبډلې سره په سیالۍ وکړي، چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې په لویه کچه د کرکټ پیل وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */