لوبې

افغانستان د ویسټ انډیز په ماتولو نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د تیاریو په موخه په تمریناتي سیالیو پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د رسمي لوبډلمشر اضغر ستانکزي په نشتون او د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې د ویسټ انډیز خلاف د تمریناتو لوبو د لړۍ پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې د دولت ځدران د بهترینه توپ اچونې سره د ویسټ انډیز خلاف بریا خپله کړه.

د دواړو افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړۍ تمریناتي لوبه کې پرون افغان لوبډلې په خپلې لمړۍ توپ وهنې د ګلبدین ناییب د ۴۸ او سمیع الله شینواري د ۴۲ منډو جوړولو سره یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو په ۳۵ اورونو کې ټولې ۱۶۳ منډې جوړې کړې، خو د باران له کبله د (D/L) سیستم له مخې هدف تر ۱۴۰ منډو را ښکته شو. ویسټ انډیزۍ لوبډلې د کریس ګیل، مارلیون سیمیولز، کارلوس بریټ ویټ، چارلیس لیویس او نورو پیاوړو لوبغاړو په شتون کې د افغاني بالرانو خلاف مقاومت ونشو کړی او ټوله لوبډله یې په ۱۱۰ منډو وسوځیده.

د افغان لوبډلې لخوا دولت ځدران هیټریک ترسره کړ، چې په ۳ بالونو یې ۳ مسلسل لوبغاړي وسوځول او ټولې ۴ ویکټې یې واخیستې. په نورو لوبغاړو کې ۲ لوبغاړي راشد خان، ۲ شراف الدین اشرف او یو یو لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل او شاپور ځدران وسوځول.

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د روان ۲۰۱۸ م کال د راتلونکې مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه د کرکټ غوراوي پړاو جام سیالۍ پیل کیږي، چې پکې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

ټولې ۱۰ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، متحده عربي امارات، پي ان جي او په دویم ګروپ کې افغانستان سره زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډله ځای لري.
د معلوماتو له مخې افغان لوبډله به په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د مارچ په ۴ مه د سکاټلینډ، د مارچ په ۶ مه د زیمبابوې، د مارچ په ۸ مه د هالینډ او د مارچ په ۱۰ مه نېټه د نیپال لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

د رسمي سیالیو وړاندې ۱۰ ګډون کوونکو لوبدلو ته څو تمریناتي سیالۍ برابرې شوې دي، چې افغان لوبډلې په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د ویسټ انډیز خلاف بریا خپله کړه او ګډون کوونکو ۱۰ لوبډلو ته یې خبرداری ورکړ، ځکه چې ویسټ انډیز د غوراوي پړاو سیالیو کې تر ټولو پیاوړې لوبډله ده.

افغان لوبډله به په دویمه تمریناتي لوبه کې د مارچ میاشتې په لمړۍ نېټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هالینډ لوبډلې سره مخامخ شي.
که څه هم دا دواړه لوبې د ګټلو له کبله کوم امتیاز نه لري، خو رسمي سیالیو ته د ورتګ په موخه د لوبډلې مرال لوړولی شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی تیره ورځ د آپنډیکس عملیات د ترسره کیدو له کبله د ملي لوبډلې څخه د ۱۰ ورځو لپاره د لوبې څخه منع شوی دی او پر ځای یې راشد خان سرپرست لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی