سپورټ

افغانستان د هانګ کانګ په ماتې کې خپلې ګټې ته انتظار کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې په خپلې څلورمې لوبه کې د نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه او دویم پړاو ته د رسیدو لپاره انتظار کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د نیپال لوبډلې لخوا د ۱۹۵ منډو هدف د نجیب الله ځدران د ۵۲ او رحمت شاه زرمتي د ۴۶ منډو جوړولو سره د لوبې په ۳۹ م اور کې پوره کړ او په روان پړوا کې یې لمړۍ بریا خپله کړه.
د نن ورځ په سیالۍ کې د افغان لوبډلې لخوا محمد نبي عیسی خیل یو ځل بیا بهترینه لوبه ترسره کړه، چې لمړی یې د نیپال لوبډلې څخه ۴ لوبغاړي وسوځول او ورپسې یې په توپ وهنه کې ۳۴ منډې جوړې کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې په خپلې لمړۍ لوبه کې سکاټلینډ، دویمه لوبه کې زیمبابوې او دریمه لوبه کې د هانګ کانګ لوبډلې څخه په مسلسل ډول ماتې وخوړې چې په همدغه ماتو سره یې دویم پړاو ته خپل تګ ستونزمن کړ.

افغان لوبډلې د نن ورځ په سیالۍ کې د نیپال لوبډلې څخه د خپلې بریا او هانګ کانګ لوبډلې څخه د زیمبابوې لوبډلې د بریا په خپلولو سره دویم پړاو ته د روتګ لپاره هیلې زیاتې کړې.
که د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو په لړ کې د دوشنبې په ورځ د نیپال کرکټ ملي لوبډله هم د هانګ لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د مخکې تګ چانس پیدا کیږي.

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو سیالۍ د زیمبابوې په کوربه توب د ۱۰ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې دي، چې پکې د لمړي ګروپ څخه ویسټ انډیز دویم پړاو ته رسیدلی دی، خو ایرلینډ او دویم ګروپ څخه سکآټلینډ او زیمبابوې خپل مخکې تګ اسانه کړی دی.

د دواړو ګروپونو څخه به د سر کرښې درې درې لوبډلې دویم پړاو یا د سوپر سیکس لوبډلو مرحلې ته ورسیږي او له هغې څخه به بیا د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته دوه وروستۍ لوبډلې په ډاګه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی