سپورټ

افغانستان د هانګ کانګ سره په سیالۍ کې مخ دی

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالو کې د سکاټلینډ او زیمبابوې خلاف د دوه مسلسل ماتو وروسته په خپلې دریمې مهمې سیالۍ کې د هانګ کانګ لوبډلې سره مخ ده، چې افغان لوبډله د دې سیالۍ په ګټلو سره دویم پړاو ته ورنږدې کیږي.

د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډله په خپلې دویمې سیالۍ کې د زیمبابوې سره په سیالۍ کې مخ وه، چې پکې افغان لوبډلې د ماتې په خوړلو سره دویم پړاو ته خپل تګ ستونزمن کړ، خو لا هم په دغه راونډ کې شتون لري.

د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړوا سیالیو په روان بهیر کې د لمړي ګروپ څخه ایرلینډ او ویسټ انډیز او دویم ګروپ څخه سکاټلینډ او زیمبابوې دویم پړاو ته خپل تګ اسانه کړ او د ګروپ سر کې قرار لري.

که افغان لوبډله په پیل شوې لوبه کې د هانګ کانګ او راتلونکې سیالۍ کې د نیپال خلاف بریا خپله کړي، نو دویم پړاو یا د سوپر سیکس لوبډلو مرحلې ته رسیدلی شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لبډلې لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل وايي، وروستیو دوه ماتو له کبله یوازې لوبغاړي نه دي پریشانه؛ بلکې ټول افغانستان خفه دی، خو دوي لا هم چانس او تمه لري، چې بل پړاو ته به ولاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالنیډ، متحده عربي امارات، پي این جي او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډلې شاملې دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی