سپورټ

افغانستان د بنګله دیش او هندوستان خلاف سیالیو ته غبرګې لوبډلې اعلان کړې

اعلان

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې د بنګله دیش او هندوستان خلاف راتلونکو لوبو ترسره کیدو لپاره د لوبیدونکو لوبغاړو د لوبډلو نوملړ اعلان کړ.

د غوراوي کمیټې د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو ته په اعلان کړې ۱۶ کسیزې لوبډلې کې اضغر ستانکزی لوبډلمشر او په ورسره نورو لوبغاړو کې شهزاد محمدي، عثمان غني، نجیب ترکی، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، محمد نبي، راشد خان، سمیع الله شینواری، درویش رسولي، کریم جنت، شراف الدین اشرف، شاپور ځدران، افتاب عالم او مجیب ځدران شامل کړي دي.

همدار راز د هندوستان خلاف د لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ لپاره په غوره شوې لوبډله کې د شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتي، اضغر ستانکزي، محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، ناصر جمال، افسر ځاځي، حشمت الله شاهدي، مجیب ځدران، حمزه هوتک، ظاهر خان، سعید شیرزاد، یمین احمدزي او وفادار مومند نومونه شامل دي.

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې په وینا، د لوبغاړو غوراوي کمیټې په هندوستان کې د تمریناتي کیمپ پر مهال د ټولو لوبغاړو د ارزونې وروسته د بنګله دیش خلاف ۲۰ اوریزه او د هندوستان خلاف ټیسټ لوبې ته یې په لوبډلو لوبیدونکي لوبغاړي غوره کړي دي.

دغو سیالیو ته د لا ښه چمتوالي په موخه افغان کرکټ بورډ نږدې یو میاشت وړاندې خپل زیات شمیر د کرکټ ۱۹ کلنو، الف او ملي لوبډلو لوبغاړي د هندوستان ګریټر نویډا ته د تمریناتو لپاره استولي و، چې له دغه لوبغاړو څخه درویش رسولي او وفادار مومند د لمړي ځل لپاره د کرکټ ملي لوبډله کې د لوبیدو موقع پیدا کړې ده.

د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ، چې د جون میاشتې په دریمه، پنځمه او ۷ مه نیټو سره ترسره کیږي؛ د هندوستان په دهرادون راجیو ګاڼدي او د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف لمړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه د بنګلور په چینسوامي نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

افغان لوبډله داسې مهال د بنګله دیش خلاف په ۳ شل اوریزه سیالیو کې مخ کیږي، چې د همدغه لوبو څخه یوه اونۍ وروسته د جون په ۱۴ مه نیټه د خپل ټیسټ کرکټ تاریخي لوبه د هندوستان خلاف ترسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی