ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

افغانستان د انټر کانټینینټل جام سیالیو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انټر کانټینینټل جام سیالیو په لړۍ کې د دویم ځل لپاره اتلولي وګټله.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د دویمې او دریمې درجې هېوادونو لپاره د انټر کانټینینټل جام په نامه د کرکټ د څلورو ورځینیو سیالیو لړۍ، چې په هرو دوه کلونو کې ترسره کیږي، وروستی دا پړاو یې د ۸ لوبډلو په ګډون په ۲۰۱۵ م کال کې پیل شو، چې پکې افغان لوبډلې خپلو سیالانو ته په ماتو ورکولو سره د دغه جام اتلولي په خپل نوم کړه.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د دغه جام په سیالیو کې د افغانستان، ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ، هانګ کانګ، پي این جي، نمبیا او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې وې.

په دې سیالیو کې افغان لوبډلې د سکاټلینډ پرته نورو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړې او د سکاټلینډ سره لوبه د باران له کبله مساوي پای ته رسیدلې وه.

څه موده وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د همدې جام ګټونکي هېواد ته د ټیسټ درجې یا پوره غړیتوب زیری ورکړی و، خو افغان لوبډلې لا د وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی.

اوس تاسو کولی شئ چې خپل موبایل ټیلفون کې یاران اپ ښکته کړئ.
په اندریوډ او ایفون دواړو اپ سټورونو کې یاران په انګلیسي ( Yaraan ) تور وپلټئ او زموږ اپ تر لاسه کړئ

د پوره غړیتوب ترلاسه کولو وروسته افغان کرکټ بورډ ته د دې جام سیالیو بله ګټه په مالي لحاظ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ورته د کرکټ د پرمختګ په موخه پنډ زیاتیږي.

د انټر کانټینینټل جام سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ م کال کې پیل شوې، چې پکې سکاټلینډ اتلولي خپله کړې وه.

افغانستان په دغه جام سیالیو کې د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ م کال کې ګډون وکړ او په لمړي ځل ګډون یې سره دغه جام هم د لمړي ځل لپاره ګټلی و. له هغې را وروسته افغان لوبډلې په ۲۰۱۱ م کال کې هم په دې جام سیالیو کې ګډون وکړ او دویم مقام یې خپل کړ، خو په دریم ځل اوسني ګډون یې بیا اتلولي خپله کړه.

د انټر کانټینینټل جام په سیالیو کې افغانستان لمړی، ایرلینډ دویم، هالینډ دریم، هانګ کانګ څلورم، متحده عربي اماراتو پنځم، سکاټلینډ شپږم، پي این جي اووم او نمبیا وروستی اتم مقام خپل کړ.

تبصرې
Loading...