سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام په راوړلو کې نړیوالې شورا انکار وکړ

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه سیالیو نړیوال جام په لندن کې ترسره کیږي، چې پکې ۱۰ لوبډلې شاملې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې له مخې د دغه نړیوال جام سیالیو ټرافي یا کپ به د سیالیو د پیل وړاندې لمړی د نړۍ د ۵ براعظمونو په ۲۱ هېوادونو کې په ۶۰ ښارونو کې وګرځوي، چې افغانستان له دغه لیست څخه ویستل شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د خپلې پاڼې څخه د دغه جام د ګرځیدونکو هېوادونو نقشه خپره کړې، چې پکې افغانستان له نقشې څخه بهر شوی دی او لامل یې امنیتي ستونزې یادې کړې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي د امنیتي ستونزو له کبله نشي کولی دغه جام افغانستان ته یوسي، خو د افغان مینه والو لپاره به په نورو هېوادونو کې د دې زمینه برابره کړي، تر څو د دغه جام څخه لیدنه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په دې اړه یې د کرکټ نړیوالې شورا څخه وضاحت غوښتی دی او په اړه به یې معلومات په ډاګه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تیر ۲۰۱۵ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ټرافي افغانستان ته را وړل شوې وه.

د دغه سفر پیل پرون له متحده عربي اماراتو څخه وشو او ورپسې عمان ته انتقال شو.

د ۲۰۱۹ م کال په نړیوال جام کې د ګډون کوونکو لوبډلو اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلینډ سریلنکا، پاکستان، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او بنګله دیش ترڅنک به امریکا، جرمني، فرانسې، نیپال، نایجریا، کینیا او هالینډ هېوادونو ته دغه جام ولیږل شي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالۍ په هرو ۴ کلونو کې ترسره کیږي، چې پکې تر دې مهاله ۱۱ پړاونه ترسره شوي دي او د لمړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ م کال کې په انګلستان کې پیل شوې، چې پکې اسټرالیا او ویسټ انډیز پای لوبې ته ورسیدل او ویسټ انډیز د لمړي ځل لپاره د دغه جام اتلولي خپله کړې وه.

په ترسره شویو ۱۱ پړاونو کې ۵ ځلې اسټرالیا، ۲ ځل ویسټ انډیز، ۲ ځل هندوستان او یو یو ځل د پاکستان او سریلنکا لوبډلو د دغه جام اتلولي خپله کړې ده.

په راتلونکي ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام سیالیو کې ګډون کونکې ۱۰ لوبډلې اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلینډ سریلنکا، پاکستان، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، بنګله دیش او افغانستان به یو بل سره په سیالیو کې مخامخ کیږي او هره لوبډله په لمړي راونډ کې ۹ لوبې ترسره کوي.

د لمړي راونډ څخه به ۴ هغه لوبډلې چې زیاتې سیالۍ یې ګټلې وي، د نیمه پای لوبې ته به لار پیدا کوي او په دغه پړاو کې ګټونکې لوبډلې به تر پای لوبې رسیږي.

افغان لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په لمړي راونډ کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې وروسته په دویمې سیالۍ کې د سریلنکا، دریمې کې د نیوزیلینډ، څلورمې کې د جنوبي افریقا، پنځمه سیالۍ کې د کوربه انګلستان، شپږمې لوبه کې د هندوستان، اومې لوبه کې د بنګله دیش، اتمې لوبه کې د پاکستان او وروستۍ نهمې لوبه کې د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې خلاف بخت وازمايي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی