سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغانستان او ایرلینډ نن ۵۰ اوریزه سیالي کوي، خو شهزاد به نه وي

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه لوبو د ترسره کیدو وروسته نن د درې ۵۰ اوریزه لوبو سیریز پیل کیږي.

د درې ۲۰ اوریزه سیالیو د لړۍ لمړۍ دوه یې ترسره شوې، خو وروستۍ دریمه یې د باراني هوا له کبله لغوه اعلان شوه، په داسې حال کې، چې په دوه ترسره شویو ۲۰ اوریزه لوبو کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې وې.

د ایرلینډ په کوربه توب د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سر له ننه د درې ۵۰ اوریزه لوبو سیریز د ایرلینډ په بل فاسټ لوبغالي کې پیل کیږي. 

افغان لوبډله د ۲۰ اوریزه لوبو د ګټلو له کبله ښايي په ایرلینډ د لوړ مرال سره میدان ته ښکته شي، خو ایرلینډ به د ۲۰ اوریزه سیالیو د لړۍ د غچ اخیستو کوښښ په دې سیریز کې کوي.

ایرلینډ ته په ننۍ سیالۍ کې د بریا یو بل چانس هم شته، چې په ننۍ لوبه کې افغان برید کوونکی توپ وهونکی شهزاد محمدي په لوبډله کې شتون نلري او پر ځای یې افغان لوبډله بل ویکټ کیپر توپ وهونکی هم په خپل نوملړ کې له ځان سره نه لري.

شهزاد محمدي څه موده وړاندې د افغانستان د کورني کرکټ لیست ای سیالیو دویم پړاو پای لوبې وروسته د افغان کرکټ بورډ د لوبڅار احمد شاه پکتین خلاف په سیالۍ کې د ناسمو پریکړو په اړه د خولې را خلاصولو او په خلاف یې د ضد څرګندونو له کبله د کرکټ بورډ د ډیسیپلین کمیتې لخوا د یوې ۵۰ اوریزه سیالۍ او نغدې جریمې سره مخ شو، چې د همدې له کبله به نن په سیالۍ کې شتون ونلري.

په نننۍ سیالۍ کې ښآيي د شهزاد محمد پر ځای تیز توپ وهونکی شفیق الله شفق لا هم د لوبډلې سره مل پاتې وي، تر څو نن په ویکټ ساتنه کې د شهزاد تشه راډکه کړي، خو د ۵۰ سیالیو په نوملړ کې د نوموړي نوم نه دی شامل او افغان کرکټ بورډ هم تر دې مهاله لا چپه خوله پاتې دی. 

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان سفر د لوبو لړۍ به د همدې اګسټ میاشت تر وروستۍ ۳۱ مې نیټې پورې دوام وکړي.

د شهزاد محمدي نشتون او د افغان کرکټ بورډ چپه خوله پاتې کیدل !

شهزاد محمدي څه موده وړاندې د افغانستان د کورني کرکټ په لیست ای ۵۰ اوریزه سیالیو دویم پړاو کې د سپین غر زون د لوبډلې لوبډلمشري ترسره کوله، چې په خپل ګډون یې لوبډله تر پای لوبې ورسوله، خو په وروستۍ لوبه کې د ماتې سره مخامخ شول، چې د پای لوبې په مراسمو کې نوموړي د افغان کرکټ بورډ د لوبڅار احمد شاه پکتین د ناسمو پریکړو خلاف خوله را خلاصه او په خلاف یې څرګندونې وکړې، چې د افغان کرکټ بورډ پرمخ درنه څپیړه وه او د همدغه کار له کبله د افغان کرکټ بورډ د ډیسیپلین کمیتې لخوا د یوې ۵۰ اوریزه سیالۍ او نغدې جریمې سره مخ شو او اوس به نوموړی د ایرلینډ خلاف په ننۍ سیالۍ کې شتون ونلري.

افغان کرکټ بورډ د رنزونو د ماشین شهزاد محمدي خلاف دغه پریکړه په داسې حال کې کوي، چې د ایرلینډ خلاف لمړني رسمي سیالۍ لپاره تر دې مهاله بل هیڅ کوم ویکټ ساتونکی نه دی اعلان کړی او نه هم په لوبډله کې شتون لري. 

افغان کرکټ بورډ باید لا د وړاندې ولس ته په دې اړه خبر ورکړی وی، خو لا هم خاموشه پاتي دي او هر ډول ویلو څخه یې ځان بې خبره ساتلی دی.

په نننۍ سیالۍ کې ښآيي د شهزاد محمد پر ځای تیز توپ وهونکی شفیق الله شفق لا هم د لوبډلې سره مل پاتې وي، تر څو نن په ویکټ ساتنه کې د شهزاد تشه راډکه کړي او یا به هم د تیر غوراوي پړاو سیالیو په څیر غیر مسلکي ویکټ کیپر رحمت شاه زرمتی د نوموړي پر ځای د ویکټ ساتنې دنده ترسره کړي. 

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه لوبو د ترسره کیدو وروسته نن د درې ۵۰ اوریزه لوبو سیریز پیل کیږي.

ایرلینډ ته په ننۍ سیالۍ کې د بریا چانس ډیر وي، ځکه چې شهزاد محمدي دير کله ایرلینډ ته په خپلې برید کوونکې توپ وهنې سر خوږی جوړ کړی وي، خو بلخوا به چپ لاسي اوپنر حضرت الله ځاځي څخه اوس ډیرې تمې وي، تر څو د شهزاد نشتون احساس نکړي. 

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان سفر د لوبو لړۍ به د همدې اګسټ میاشت تر وروستۍ ۳۱ مې نیټې پورې دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی