سپورټ

افغانستان او ایرلینډ د سیریز ګټلو په هڅه کې دي

د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغان او ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ، د تیرې سې شنبې په ورځ پیل شوه، چې په لمړۍ سیالۍ کې افغان او دویمې لوبه کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې بریا خپله کړه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ ۱ د ۱ په مقابل کې برابره شوې ده، چې په وروستۍ دریمه لوبه هر لوبډله د بریا خپلولو سره د دغه لړۍ ګټونکې کیږي.

د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله به کوښښ کوي، چې په روانه لړۍ کې د افغان لوبډلې څخه په ایرلینډ کې د تیرې لړۍ غچ واخلي، خو افغاستان به د سیریزونو د ګټلو لړۍ ته د دوام ورکولو په تکل کې وي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له دې وړاندې د روان ملي کال په جون میاشت کې په ایرلینډ کې د ایرلینډ میلمنه وه، چې ایرلینډ څخه یې په خپل کور کې په دواړو سیریزونو کې بریاوې خپلې کړې وې.

دواړو ایرلینډ او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ته له دې وروسته د هرې سیالۍ ګټل ځکه ډیر اړین دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا ته د مواقت ۳ کلن پوره غړیتوب په موده کې د ښو لوبو په ترسره کولو سره قناعت ورکړي، تر څو دغه موده په اوږد مهال بدله شي.

په دې وروستیو کې دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ته د کرکټ نړیوالې شورا لخوا بشپړ غړیتوب ورکړل شو، خو دغه غړیتوب یوازې د ۳ کلونو لپاره ورکړل شوی دی او باید په دې موده کې افغان لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا وړاندې شوي شرایط پوره کړي، چې یو له هغې شرایطو څخه د لوبډلې د سیالیو ترسره کول او پکې بریاوې خپلول دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د درې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د روانې لړۍ وروستۍ دریمه لوبه نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د ورځې په ۳ بجو سره پیل کیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی