سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغانستان، بنګلدیش خفه او سیریز یې خپل کړ

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه سیالیو په دوه اړخیز سیریز کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش خلاف دویمې سیالۍ کې هم بریا خپله کړه.
افغان لوبډلې په دې بریا سره نه یوازې بنګله دیش ته په دویمه مسلسل لوبه کې ماتې ورکړه؛ بلکې روان سیریز یې دوه د صفر مقابل کې وګټلو.
افغان لوبډلې په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د بنګله دیشۍ لوبډلې لخوا د اوپنر تمیم اقبال د ۴۳ زیاتو منډو جوړولو سره د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۳۵ منډو هدف بیرته د لوبې په ۱۹ اور کې ترلاسه کړ، چې پکې سمیع تلله شینواري ۴۹ او محمد نبي ۳۱ چټکې ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.
همدا راز په توپ اچوونه کې د بنګله دیش لپاره مصدیق حسین دوه افغان توپ وهونکي وسوځول، خو د افغان لوبډلې لخوا راشد خان ۴ او محمد نبي ۲ بنګله دیشي لوبغاړي وسوځول.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په دهرادون کې د ۳ شل اوریزه سیالیو سیریز یا لړۍ پلان شوې وه، چې پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لمړیو دوه لوبو کې بریاوې خپلې کړې.
د روان سیریز وروستۍ دریمه لوبه هم د روانې جون میاشتې په ۷ مه نیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي، چې پکې بنګله دیش د افغانستان خلاف د کلین سويپ څخه د ځان بچ کولو هڅه کوي.
که افغان لوبډله په راتلونکې دریمې سیالۍ کې هم د بنګله دیش خلاف سیرز کې بریا خپله کړي، نو د لمړي ځل لپاره به په خپل کوربه توب بنګله دیش ته د کلین سویپ یا د صفر مقابل کې د سیریز د ټولو لوبو بایللو ترخه خاطره پریږدي.
تر دې مهاله د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په نړیوال کرکټ کې ۳ شل اوریزه سیالۍ ترسره شوې دي، چې په لمړۍ لوبه کې بنګله دیش او په وروستیو دوه لوبو کې افغانستان بریاوې خپلې کړې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی