سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

اضغر ستانکزي په نړیوال کرکټ کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اوسني لوبډلمشر اضغر ستانکزي، چې په وروستیو کې یې ستانکزی نوم په افغان بدل شوی؛ د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې.

نوموړي په ۵۶ لوبو کې د ګډون او ۵۱ اننګزونو کې د لوبیدو وروسته ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې، چې له محمد شهزاد محمدي او محمد نبي عیسی خیل وروسته دریم افغان لوبغاړی شو، چې په ۲۰ اوریزه سیالیو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کوي.

اضغر افغان دغه کار بیګا شپه د ایرلینډ خلاف په دویمې ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د یوې شپږیزې په وهلو سره ترسره کړ.

له دې وړاندې لمړی شهزاد محمدي په نړیوال کرکټ کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې وې، چې اوس په نړیواله کچه د ۱۹۳۶ منډو په جوړلو سره شپږم او له افغانستان څخه لمړی د ډیرو منډو مخکښ توپ وهونکی شمیرل کیږي.

ورپسې محمد نبي عیسی خیل دویم افغان لوبغاړی و، چې په ۲۰ اوریزه کرکټ کې یې د افغان لوبډلې په ګټه لوبیدو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې وې، خو اوس لوبډلمشر هم دغه ځاي کې خپل نوم ثبت کړ.

تر دې مهاله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد محمدي او محمد نبي عیسی خیل تر ټولو ډیرو ۶۵ سیالیو کې ګډون کړی دی، چې ورپسې سمیع الله شینواري په ۶۰ لوبو کې د ګډون وروسته په ۹۶۸ منډو جوړلو بریالی شوی او ښايي د اضغر افغان وروسته څلورم لوبغاړی دی وي، چې خپلې ۱۰۰۰ منډې پوره کړي.

د افغان لوبډلې لپاره د مخکښ توپ وهونکو په ډله کې شهزاد محمدي ۶۵ لوبو کې د یوې سلیزې او ۱۲ نیمه سلیزو پرمټ تر اوسه ۱۹۳۶، اضغر ستانکزي ۵۶ لوبو کې د ۳ نیمه سلیزو جوړلو سره ۱۰۳۱، محمد نبي عیسی خیل ۶۵ لوبو کې د ۲ نیمه سلیزو په جوړلو سره ۱۰۱۴ منډې جوړې کړې دي، چې په نړیواله کچه ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ډیرو منډو جوړونکو په لیست کې اوس اضغر افغان په ۴۶ او محمد نبي عیسی خیل په ۴۹ مقام کې ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی