۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ نړیوال کرکټ

اضغر، راشد او حسن علي د پرونۍ لوبې پر مهال د ناسم چلند له کبله جرمانه شول

لیکنه: ياران

ياران سپورټ 

د کرکټ نړیواله شورا وايي، اضغر افغان، راشد خان او پاکستانی تیز بالر حسن علې د جمعې د ورځې په لوبه کې د لوبې پر مهال د چلند د اصولو څخه د سرغړواوي له کبله جرمانه شوې دي.

د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو د پړاو په دې لوبه کې د کرکټ د نړېوالې شورا د چلند د اصولو څخه د لومړۍ کچې سرغړاویو له کبله به درې واړه لوبغاړي د خپل میچ د فیس پنځلس فیصده په جرمانه کې ورکوي، او پر دې سربېره درې واړو ته یو، یو منفي پواینټ هم ورکړل شوی دی.

د کرکټ نړېوالې شورا په یوې اعلامیه کې ویلي، حسن او اضغر ”د لوبغاړو او ملاتړي پرسونل د چلند په برخه کې ددې شورا د اصولنامې“ له 2.1.1 مادې څخه په سرغړاوي ملامته شوي دي. دا ماده د لوبې د روحیې خلاف کړنې منعه کوي.

همدارنګه راشد خان بیا ددې اصولنامې 2.1.7 مادې څخه په سرغړاوي ملامته بلل شوی، دا ماده داسې ژبه یا اکټ کارول منعه کوي چې په یوه نړیواله لوبه کې توپ وهونکی د اوټ کیدو پر مهال عکس العمل ته تحریکوي.

د کرکټ نړیواله شورا په خپله اعلامیه کې وايي، د حسن علي او راشد خان لپاره دا لومړی ځل دی چې د ناسم چلند له کبله منفي پواینټونه اخلي. خو د اضغر لپاره دا په تیرو دوو کلونو کې دویم ځل دی چې د کرکټ د لوبې د چلند له اصولو د سرغړاوي په تړاو منفي پواینټ اخلي. اضغر افغان د 2017 م کال په فیبروري کې د زیمبابوې په وړاندې په یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د لوبڅار د پریکړې سره د مخالفت له کبله یو خبرداری او یو منفي پواینټ اخیستی و. نو په دې توګه اضغر افغان دا مهال د کرکټ د نړېوالې شورا له خوا دوه منفي پواینټونه لري.

د درې واړو سرغړاوي څه وو؟

د کرکټ نړېواله شورا وايي، د پاکستاني تېز بالر د لوبې له اصولو څخه د سرغړاوي پېښه د افغانستان په پاړۍ کې په 33 م اور کې رامنځ ته شوه، کله چې نوموړې د خپل توپ له فیلډینګ وروسته افغان توپ وهونکی حشمت الله شهیدي په توپ ویشتلو وګواښه.

د کرکټ نړیواله شورا وايي، اضغر افغان بیا د خپلې پاړۍ په 37 اور کې کله چې د پاکستاني بالر حسن اعلي تر څنګ د منډې جوړولو پر مهال تیریده، نوموړی سره یې په قصدي توګه اوږه وجنګوله.

د کرکټ نړیوالې شورا بیا راشد په دې جرمانه کړې چی د پاکستان د پاړۍ پر مهال یې پاکستاني توپووهونکي اصف علي ته په 47 اور کې، د توپ وهونکي له سوزیدو وروسته په داسې حال کې چې ورکتل یې په داسې انداز ګوته پورته کړه چې د اوټ شوي پاکستاني توپوهونکي عکس العمل یې پارولی شو.

د کرکټ نړیواله شورا وايي، له میچ وروسته درې واړو لوبغاړو منلې چې د چلند له اصولو یې سرغړاوی کړی او په دې اړه رسمي سپیناوي ته اړتیا نه ده پېښه شوې.

د کرکټ د لوبې د چلند له اصولو د لومړۍ کچې سرغړاویو لږ تر لږه سزا، رسمي خبرداری ورکول او ډېره سزا د لوبغاړي د میچ له فیس څخه 50 فیصده جرمانه او د یو یا دوه منفي پواینټونو تر لاسه کول کیدای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران