کلتور او هنر

اشوارا رای پلاستيکي جراحي کړې، که قدرتي ښایسته ده؟

لیکنه: شریف شاهین

د هندوستان د سینما نوموتې ستورې اشوارای بچن د هندوستان له ښایسته سینمايي ستورو څخه بلل کیږي.

نوموړې په ۱۹۹۴ کال کې د نړۍ د ښکلا ملکه وبلل شوه او د ښایست تاج يې په سر کيښودل شو. هغه وخت اشوارای رای ۲۱ کلنه او د پوهنتون محصله وه.

د نوموړې په اړه د پلاستیلي جراحې خبرې وروسته له هغې پیل شوې، کله چې په ۲۰۱۴ کال کې عمران هاشمي په یوه ټلویزوني تفریحي خپرونه کې اشوارای ته د “پلاستيکي” او عامر خان د “خسته کن” نومونه واخیستل.

له هغې راوروسته ان تر نن ورځې د اشوارای رای د ښایست په اړه له خلکو سره شک موجود دی. هغه وخت اشوارای رای بچن د عمران هاشمي د څرګندونو په وړاندې هیڅ غبرګون ښکاره نه کړ؛ خو تازه نوموړې په یوه مرکه د پلاستیکي جراحي په اړه د خبریال پوښتنې ځواب کړي.

اشورای رای بچن ویلي، چې له خپل رب نه په ورکړي ښایست راضي دي او تر اوسه يې د هیڅ ډول پلاستيکي جراحۍ قصد نه دی کړی.

نوموړې وویل:
“ګورئ، اوس چې هر څه کیږي، تاسې ټول به خبریږئ. او که پاکه يې ووایم، خدای په ما رحمیدلی.”

اشوارای وايي، چې که شل کاله مخکې ترې چا پوښتنه کړې وه، چې ویښته رنګوې، دې به ځواب ورکړی و، چې “نه”.

نوموړې زیاتوي: “تر هغې چې خلک يې راپسې را ونه سپړي، موږ شاید ووایو، چې نه. که تاسې له ما شل کاله مخکې پوښتنه کړې وه، چې خپل ويښتان رنګوم، ما به ویلي وه، نه. ما نصوراي رنګه ویښتان درلودل. بیا مې د یوې کمپنۍ لپاره کار پیل کړ. هلته مې خپل ویښتان رنګ کړل او ګټه يې وکړه.”

اشورای رای بچن د پرهیز په اړه هم خبرې وکړې. نوموړې وویل، چې هیڅکله يې پرهیز نه دی کړی. نوموړې زیاتوي، ځینې خلک باید پرهیز وکړي، خو دا “زموږ کار نه دی، چې خلکو ته ووایو، داسې وکړئ او هاغسې مه کړئ.”

نوموړې د خپل کیریر په اړه هم ځینې څرکندونې کړي او ویلي يې دي، چې ځینې لوی فلمونه يې په خپله خوښه پریښي. نوموړې زیاتوي، چې یواځې هغه فلمونه کوي، چې دې ته خوښي بښي.

د خپل شخصي ژوند په اړه يې وویل، چې د کاري او شخصي ژوند ترمینځ يې توازن ساتلی او همیشه يې سخت کارونه کړي. وايي، چې په خپل ژوند کې خوشاله ده او له خپلې لور سره يې ډیر ساعت تیر دی.

د یادونې ده، چې اشورای رای بچن د (دیوداس) او(هم دیل دې چوکی صنم) په نوم مشهورو فلمونو کې لوبیدلې ده. نوموړې له رنبیر کپور سره په (ای دیل هې مشکل) فلم کې هم کار کړی. اوس يې تازه د فنني خان په نوم فلم خپور شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین