سیاست

اشرف غني او ازبکستان سره یې د اړیکو پراخولو راز

لیکنه: ياران

لیکنه: طایر ځلاند

د وري په ۷ مه ازبکستان کې د افغانستان اړوند غونډې یو ځل بیا ددې ضرورت رامنځ ته کړ چې دغه هیواد سره په اړیکو، د اړیکو په څرنګوالي په فرصتونو او د دواړو هیوادونو ترمنځ په پرتو ننګونو وغږيږو. د وري میاشتې د ۷ ناستې محوري موضوع افغان سوله طالبانو ته د سولې وړاندیز شوې طرح او د یو عملي میکانزم رامنځ ته کول چې د نورو هیوادونو د استازو ترڅنګ په کې د کوربه هیواد ولسمشر شوکیت میرضیایف هم ګډون کړی و او ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې یې هغه مهم نکات او ټکي یاد کړل چې له مخې یې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې او همکارۍ معنا پیدا کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني واک ته د رسیدو وروسته د خپل بهرني سیاست د خطونو د بیانولو په ورځ ګاونډي هیوادونه د خپل بهرني سیاست د فعالیت مهمه جعرافیه یاده کړه خو د ګاونډيانو په منځ کې د ازبکستان غوندې هیواد ته مخه کول او د نورو فرصتونو د ایجادولو له پاره ناستې او تګ راتګ ددې سبب شو چې د اسلام کریموف له مړینې وروسته او د شوکت میر ضیایف واک ته د رسیدو سره سم د ازبکستان هیواد په بهرني سیاست کې هم افغانستان ته مهم ځای او اړیکې تودې کړای شي.

له ۲۰۱۴ کال وړاندې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې هرڅو کې غیر متخاصمې وې خو د ګډو اهدافو په ایجاد او د همکاريو په رامنځ ته کولو کې داسې ګړندۍ هڅې نه وې شوې. تر ۲۰۱۴ کال وړاندې ازبکستان له پاره په افغانستان کې لیوالتیا د شک او تردید سره مخ وه یو ډول په اوږدمهال کې د افغانستان جعرافیې ته د ازبکستان ضرورت او بل لورې په ځینې شمالي ولایتونو کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ د غړو فعالیت هغوی له پاره د ویرې او نا باورۍ سبب ګرځېدلای و.

د ۲۰۱۴زیږدیز کال د ۱۰ میاشتې په ۲۰مه نیټه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ازبکستان د سفیر یادګار شادمانوف او ولسمشر غني ترمنځ کتنه وشوه په دې کتنه کې د ازبکستان هیواد د مبارکۍ ترڅنګ په مهمو اقتصادي، امنیتي او سوداګریزو راکړو ورکړو هم خبرې وشوې.

د ازبکستان هیواد له پاره د افغان ولسمشر له خوا د اړیکو د پراختیا پیغام دهغه هیواد د را لیواله کولو لومړی ګام و چې له امله یې مهمې پریکړې او همکارۍ رامنځ ته شوې.

ولسمشر غني یادګار شادمانوف سره په خبرو کې افغانستان کې د شته فرصتونو ترڅنګ د ازبکستان د مهندسانو او ساختماني تجربه لرونکو شرکتونو یادونه وکړه او په افغانستان کې یې د یو فعال ګاونډي په توګه بلنه ورکړه.

ازبکستان چې په خپل نږدې ګاونډ کې د یو شمېر هیوادونو سره پټ او ښکاره رقابتونه لري دا یې د ځان له پاره ښه فرصت وباله چې د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو په څېر افغانستان کې فعاله پاتې شي.

ولسمشر غني له ازبکستان څه غواړي؟
ازبکستان چې په وچه کې را ګیر هیواد دی د منځنۍ اسیا په منځ کې د بهرني سیاست له رویه تر ډيره بریده له خپلواکۍ برخوردار خو ورسره ورسره د روسیې د یو (ارام سرای) حثیت هم لري. ولسمشر اشرف غني ازبکستان سره د خپلو اړیکو د پرمعنا کولو له پاره چې له کومو تکتیکونو او شنو کارتونو استفاده کوي کولای شي چې په لنډ او اوږدمهال کې د افغانستان په اړه د روسی نظر را نږدې کړي. له ۲۰۰۱ زیږدیز کال وروسته په افغانستان کې را منځ ته شوی حکومت په شکل د اشکالو د روسیې له پاره د شک وړ دی او باور کوي چې د دوی د کلاسیک رقیب امریکا د مفادو یواځینی تامینوونکی دی، خو ازبکستان سره د سترو او وړو، د لنډ مهال او اوږدمهاله پروژو په پیل سره دغه نظر بدلیدونکی دی او د مشترکاتو په لور سره نږدې کيږي.

ولسمشر غني که له یوې خوا نهایت ډيره علاقه لري چې په سیمه کې د اقتصادي مسایلو په را برسیره کولو سره افغانستان د منځنۍ اسیا د هیوادونو د اقتصادي غوړیدا په کیلي بدل کړي له بلې خوا د امنیتي همکاریو په ایجاد د افغانستان جیو ستراتيژيک حیثیت هم خوندي کول غواړي.

افغانستان د پنبې په برخه کې لوی تولیدونکی ګڼل کيږي همدا ډول د ساختماني شرکتونو او موادو برخه کې کافي تجربه لري، د طلا معادن لري او افغانستان سره د ابي زیرمو ګډې سرچینې یې د جذابیت هغه نکات دي چې په لویه کې د افغانستان له پاره یې په نظر کې نیول خورا مهم دي.

اشرف غني دا هیله هم لري چې ازبکستان سره ښه او دوه اړخیزه اړیکې به د منځنۍ اسیا نور هیوادونه هم دوی سره د دولت په کچه همکارۍ ته وهڅوي.

د شوکت میرضیاییف په واک ته رسیدو سره تر اوسه د افغانستان اړوند د سیاست د بدلون یو څرک دا هم کیدلای یا ګڼلی شو چې د قومي او ژبنیو اړیکو پر ځای افغان دولت سره د دولت په کچه خپله خواخوږي زیاته کړې ده.

اوس مهال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاره دغه هیواد سره په ترانزیتي، سوداګریزو فرصتونو کې لاس یو کول مهم ځای لري، ازبکستان د وریښمو د لارې په سر پروت هیواد دی چې د افغانستان له پاره یې د جذابیت یوه بله څېره رامنځ ته کړې.

همدا ډول د اوسپنې د خط په ایجاد سره دغه هیواد او د چین او ایران ترمنځ د وصل نقطه ګرځي، د چین، ایران ،تاجکستان ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اوسپنې د خط په ایجاد کې که څه هم تر اوسه ازبکستان نه دی راشریک شوی، خو د هغه را یو ځای کیدل به نه یواځې د مالي منابعو د زیاتوالي سبب شي، بلکې د افغانستان د ترانزیتي لارې اهمیت به نور هم پسې لا زیات کړي.

ازبکستان له افغانستان څه غواړي؟
د شاوخوا ۳۳ میليونه جمعیت او سیاسي خپلواکۍ په درلودلو سره ازبکستان په دې هڅه کې دی چې د منځنۍ اسیا هیوادونو کې خپل ځایګی جوړ کړي. ددې له پاره نهایت مهمه ده چې له څو اړخه خود کفا شي. په اقتصادي برخه کې چې د ترکمنستان او تاجکستان په پرتله یې د انرژۍ سرچينې کمې دي او نړۍ سره د انرژي په سر ځان نه شي نږدې کولای، نو اړتیا لري چې د سیمې په امنیتي مسایلو کې ځان مطرح کړي، د افغان سولې په تړاو د ازبکستان زیاته لیوالتیا هم د همدې له پاره ده چې د یو لوبغاړي په توګه سیمه کې خپل نقش ادا کړي.

ددغه ځایګي خپلولو له پاره د افغانستان غوندې په کړکیچ کې د را حصار هیواد سره ملګرتیا هغوی له پاره نهایت ارزښت لرونکې ده او هغوی انګیري چې په دې تکتیک سره به ازبکستان دسیمې په کچه د یو سیاسي لوبغاړي ځای پیدا کړي.

ترڅنګ یې ازبکستان د افغانستان سره نور ډير ورته مسایل لري چې امنیتي ننګونې یې یوه نمونه ده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې له ۲۰۰۱زیږدیز کال را وروسته که څه هم تیت پرک شوی، خو د څو بریدونو د شدت او ترورستي سازمانونو سره پراخه اړیکې یې دا ویره غټوي چې د ازبکستان له پاره یو ستر ګواښ باندې بدلیدلای شي.

په ۱۹۹۵/۸ کلونو کې د (ازبک اسلامیک مومنټ) په خلاف پراخه مبارزه ددې سبب شوه چې دغه ډله د افغانستان یو شمېر غرنيو سیمو او همدا ډول قبایلي سیمو ته لاره وکړي. طالبانو سره د ښه اړیکو په درلودلو سره دغې ډلې وکولای شول خپل زرګونه ملاتړي قبایلي سیمو او وزیرستانونو ته واړوي. هلته د پاکستاني استخباراتو سره د دوی اړیکې ددې سبب شوې چې په ترهګریزو فعالیتونو کې مهارتونه ترلاسه او د یو منظم چریکي حرکت بڼه خپله کړي. خو په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې افغانستان کې د موقت ادارې په رامنځ ته کېدلو او بیا د افغان امینيتي ځواکونو په غښتلتیا سره ددغې ډلې مخه ونیول شوه چې ازبکستان ته لاسونه وغځوي.

په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو اوازې او د افغانستان دننه سیاسي کړکیچ دا فرصت د ازبکستان اسلامي غورځنګ ته په لاس ورکړ چې د ازبکستاني پولو ته نږدې ځایونو ته ځان ورسوي.

په امنیتي لحاظ دا ازبکستان له پاره نهایت د اندېښنې وړ خبره ده، نو د افغان حکومت سره له نږدې او ښه اړیکو پرته دا سرخوږی نور هم زیاتیدلای شي. له دې کبله ازبکستان اړتیا لری چې افغان حکومت سره د سولې په برخه کې مرسته وکړي.

یو بل ورته والي چې ازبکستان یې له افغانستان سره لري هغه دا دی چې دغه هیواد هم په وچه کې راګیر دی او په اوږدمهال کې د نړیوالو بازارونو ته د لار موندنې له پاره سمندري لارو ته ډير ضرورت لري، په دې برخه کې یې بیا افغانستان ته لاس بند دی او د ایران تر چابهار یا د پاکستان د کراچۍ بندر پورې رسیدو له پاره د افغانستان ملګرتیا ورته پکار ده.

همدا ډول د چین، ایران او د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو سره د راکړې ورکړې د یوې ازادې او پراخې سوداګریزې ساحې رامنځ ته کولو له پاره هم د افغانستان ملګرتیا د ازبکستان له پاره مهمه ده.

دواړه هیوادونه په ګډو اړتیاو او مشترکو منافعو سره کولای شي د سیمې په کچه د بې سارې ملګرتیا نمونه جوړه شي او په خپل منځ کې د پرتو فرصتونو سره په ګټې اخیستینې په سیمه کې د شریک باور رامنځ ته کولو په برخه کې بریالي ثابت شي.

همدا ډول د ترهګرۍ وړاندې مبارزه کې که پاملرنه ورته ونه شي په یوې ننګونه هم بدلیدلای شي. ترهګري د افغانستان او ازبکستان له پاره د یو مشترک تهدید په توګه کولای شي دغه دواړه هیوادونه په امنيتي برخه کې ګډې همکارۍ ته نږدې کړي او دغه همکاري د دواړو هیوادونو د راتلونکي له پاره خورا مهمه او د سیمې د اقتصاد ودي او سیاسي باور له پاره نهایت ارزښتناکه ده.

له همدې امله افغان ولسمشر اشرف غني له تېرو ۳ کالو راهیسې دا مسلسل هڅې پیل کړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو اهدافو ترلاسه کولو له پاره د ملګرتیا یوه داسې فضا رامنځ ته کړي چې ګټه یې دواړو هیوادونو ته ورسيږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران