لوبې

اسټرالیاوي سیین اباټ یو بل کرکټر هم د بونسر بال ښکار کړ

د اسټرالیا د کورني کرکټ لوبغاړي سیین اباټ یو ځل بیا د کرکټ په ډګر کې د وفات شوي پیلیپ هیوج یادونه راتازه کړل او یو بل توپ وهونکی یې د خپل بونسر بال ښکار کړ.

سیین اباټ د اسټرالوي کرکټ په ډګر کې هغه تیز بالر دی، چې په ۲۰۱۴ م کال کې یې د خپلې اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي پیلیپ هیوج د یو تیز بونسر بال په ترسره کولو سره د سر په هیلمیټ وویشت او د همدغه ګوزار خوړولو له کبله یې خپل ژوند وبایلود.

د پیلیپ هیوج پر وړاندې د بونسر بال ترسره کولو او له کبله یې د هغې ژوند اخیستلو څخه وروسته سیین اباټ د هغه کورنۍ څخه بښنه غوښتې وه او د کرکټ ډګر څخه د ځان ګوښه کیدو پریکړه یې کړې وه، خو د یو څه وخت وروسته بیرته د کرکټ ډګر ته راستون شوی دی.

نوموړی چې په اوسني وخت کې د نیو سوت ویلز (New South Wales) لوبډلې لپاره لوبیږي، د اسټرالیا ملبرن ووال کې یې د یو بل بونسر بال په ترسره کولو سره د ویکټورین لوبډلې لوبغاړی «ویل پوکو وسکي» د سر په هیلمیټ وویشت او د پیلیپ هیوج په څیر یې له میدانه بهر کړ، خو د یو څو وخت وروسته بیرته عادي حالت ته راستون شو.

سیین اباټ د اسټرالوي کرکټ په ډګر کې تیز بالر دی

د ویکټورین لوبډلې لوبغاړی «ویل پوکو وسکي» د اسټرالیا د کورني کرکټ د تیر پړاو سیالیو کې هم په سر لګیدلی و، چې ۳ میاشتې د کرکټ له ډګره لیرې پاتې شو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی