هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کرکټ

اسټرالیا د هندوستان بریاوې پای ته ورسولې او سریلانکا پاکستان مات کړ

د کوربه هندوستان او میلمه اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۸ سیالیو په لړۍ کې اسټرالیا د هندوستان بریاوې پای ته ورسولې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځینیو لوبو سیریز وروسته په لمړۍ شل اوریزه سیالۍ ‌کې هندوستان اسټرالیا ته، خو په دویمه لوبه کې اسټرالیا بیرته هندوستان ته ځوابي ماته ورکړه.

د دریو شل اوریزه کرکټ لوبو په دویمه لوبه کې تیر شپه هندوستان په لمړۍ توپ وهنې سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو د کیدار جاداو د ۲۷ او هاردیک پانډیا د ۲۵ منډو جوړولو سره اسټرالیا ته د ۱۱۹ منډو هدف ورکړ.

اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف د خپلو دوه لوبغاړو په سو ځیدو د موسیز هنریکیوس د ۶۲ او ټراویس هیډ د ۴۸ ناسوځیدلو منډو سره د لوبې په ۱۶ م اور کې تر لاسه کړ.

په دې سیالۍ کې اسټرالوي بیرندروف د خپل کرکټ کیریر په دویمې ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د هندوستان ۴ لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د داوړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ ۱ د ۱ پر وړاندې مساوي شوه، خو د وروستۍ مهمې سیالۍ لپاره به دواړه لوبډلې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳ مه نېټه د حیدر اباد په راج وي نړیوال لوبغالي کې سره مخامخ شي.

له دې سیالیو وړاندې کوربه هندوستان، اسټرالیا ته د ۵ یو ورځینیو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په سیریز یا لړۍ کې ۴ د یو پر وړاندې ماتې ورکړې وه.

بل خوا

په متحده عربي اماراتو کې د کوربه پاکستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ یا ۵ ورځینیو لوبو لړۍ د سریلانکا په بري پای ته ورسیده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۱۰ بیلا بیلو سیالیو لړۍ په ټیسټ سیالیو پیل شوه، چې پکې پاکستانۍ لوبډله د سریلانکا د ځواب نه وه.

په لمړۍ لوبه کې پاکستان د سریلانکا پر وړاندې د ۲۱ او دویمه لوبه کې یې په ۶۸ منډو سره ماتې ومنلې.

د ۲۰۱۰ م کال را وروسته د لمړی ځل لپاره سریلانکا پاکستان ته په متحده عربي امارتو کې د ټیسټ لوبو په لړۍ کې ماتې ورکړه. په دې دویمه ټیسټ لوبه کې پاکستان د سریلانکا د ۳۱۷ منډو هدف ځواب په ۲۴۸ منډو سره پای ته ورسو او د ۶۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

له دې وروسته به د دواړو پاکستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳ مه نېټه د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */