سپورټ

اسټرالیا د ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په لټه کې ده

د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د جنجالونو څخه ډګ سفر پای ته رسیدلې، خو اسټرالیوي کرکټ بورډ پکې د سترو ضربو سره مخامخ شو.

د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۴ ټیسټ سیالیو لړۍ په جنوبي افریقا کې ترسره شوه، چې پر مهال د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې ۳ پیاوړي لوبغاړي لوبډلمشر سټیو سمیت، مرستیال لوبډلمشر ډیویډ وارنر او توپ وهونکی بین کرافټ په سیالۍ کې د «بال ټمیپرینګ» یا د توپ زړونې په درغلۍ کې د ښکیلیدو له کبله د لوبو د بندیز سره مخامخ شول.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دغه لوبغاړي یوازې د دوه سیالیو څخه منع شول، خو اسټرالیوي کرکټ بورډ سټیو سمیت او ډیویډ وارنر د یو کلن او بین کرافټ د ۹ میاشتني بندیز سره مخامخ کړل.

د لوبغاړو د بندیز وروسته د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي «ډیرن لیحمن» هم د خپلې دندې د پریښودو خبر ورکړ او اسټرالیوۍ لوبډلې سره یې په همدغه سفر کې دنده پای ته وروسوله.

نوموړي د ۲۰۱۳ م کال راهیسې د اسټرالوۍ لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړ، چې اوس یې ځای ډکول هم اسانه کار نه دی.

د اسټرالیوي کرکټ بورډ اجرایوي مشر «جیمز سټورلینډ» ویلي دي، د بل روزونکي په اړه بېړه نه کوي او په دقت سره به بل روزونکي د خپلې لوبډلې لپاره غوره کړي.

 د کرکټ نړیوالو مبصرینو بیا په اوسني وخت کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لپاره پخواني ۵ لوبغاړي د روزونې لپاره غوره کړې دي، چې ښآيي دغه لوبډلې سره ښه ثابت شي.

 په دغه پخوانیو لوبغاړو کې پخوانی لوبډلمشر «ریکي پونټینګ، جسټینګ لینګر، جیسن ګیلسپي، ویکټ کیپر بریډ هیډن او ډیویډ سیکر» شامل دي، چې تر ډیره پکې ریکي پونټینګ ته لیوالیتیا ښودل کیږي.

 د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې دغه پخواني لوبډلمشر ریکي پونټینګ د خپلې کرکټ ملي لوبډلې څخه د تقاعد وروسته د هند وستان د «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د تیر کال اتلې ممبي انډیز سره د مشر روزنکي په توګه دنده ترسره کړه او د سږ کال یولسم پړاو لوبو کې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې د ځان سره د مشر روزونکي په توګه خپل کړی.

د کرکټ نړیوال مبصرین وايي، ښايي د ریکي پونټینګ په روزنه کې اسټرالوۍ لوبډله بیرته په ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته پوره چمتوالی وښايي او تیر ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د خپلې اتلولۍ خپلولو څخه دفاع وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی