لوبې

اسټرالیا انګلستان، خو پاکستان افریقا له نړیوال جام څخه بهر کړه !

د کرکټ ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې د اسټرالیا کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې انګلینډۍ لوبډله د دغه جام د مخکې تګ څخه پاتې کړې، خو په ورپسې لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د جنوبي افریقا د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام څخه کور ته ولیږله.

د نیوزیلینډ په کوربه توب د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د ۱۶ ګډون کوونکو لوبډلو څخه د اسټرالیا، هندوستان، حنوبي افریقا، انګلستان، پاکستان، بنګله دیش، کوربه نیوزیلینډ او د افغانستان لوبډلې دویم پړاو ته ورسیدې، چې نیمه پای لوبې ته د رسیدو په موخه اسټرالیا د انګلستان او جنوبي افریقا د پاکستان سره په سیالو کې مخامخ شوې. دواړو اسټرالیا او پاکستان خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ورسیدې.

د نن شپې په سیالۍ کې به افغان لوبډله د کوربه نیوزیلینډ خلاف د سیالۍ ډګر ته ووځي، چې سیالۍ د شپې په ۲ بجو سره پیل کیږي. که افغان لوبډله په خپلې دې سیالۍ کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې، نو د نیمه پای لوبې په سیالۍ کې به د اسټرالیا سره مخامخ شي.

د یادونې ده، چې د کرکټ نړیوال جام په دویم پړاو وروستۍ لوبه کې به سبا شپه هندوستان د بنګله دیش سره مخامخ شي او هر لوبډله چې بریا خپلوي د نیمه پای لوبې په سیالۍ کې به د پاکستانۍ لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو په لمړۍ لوبه افغان لوبډلې د پاکستان ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې وکړې وه او که دواړه لوبډلې له دې وروسته خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي، نو د همدې نړیوال جام پای لوبه کې به یو ځل بیا سره مخامخ شي.

 

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی