سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالیاوۍ لوبډله نن بیا د انګلستان سره په غیږ ده 

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې د مسلسل ماتو وروسته نن په یواځینۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې مخامخ ده.

د انګلستان په کوربه توب د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۶ لوبو لړۍ، چې پکې ۵ پنځوس اوریزه او یوه ۲۰ اوریزه لوبه شامله وه؛ د روانې جون میاشتې د ۱۳ مې نیټې څخه په انګلستان کې پیل شوې ده او تر اوسه په تیرو ۵ لوبو کې اسټرالوۍ لوبډلې هیڅ کومه بریا نه ده خپله کړې.

اسټرالوۍ لوبډله په تیرو ۵ سیالیو کې د مسلسل ماتو وروسته نن یواځينۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د بریا خپلولو تمه لري، تر څو د زیمبابوې کوربه توب د پاکستان، اسټرالیا او زیمبابوې ترمنځ د ۲۰ اوریزه سیالیو پیلیدونکي ۳ اړخیز سیریز ته تش لاس ستنه نشي.

د انګلستان خلاف د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې د انګلستان لخوا په اسټرالوۍ لوبډلې څو ریکارډونه هم جوړ شول، چې پکې د کلین سویپ ترڅنګ په یوه سیالۍ کې د ۲۴۲ منډو په ستر توپیر سره ماتې خوړل او په یو اننګز کې په دغه لوبډلې د کرکټ په تاریخ کې د ۴۸۱ لوړو منډو جوړلو هم ثبت شول.

اسټرالیاوۍ لوبډلې په دغه سیریز کې نه یوازې سیالۍ وبایللي؛ بلکې د کرکټ نړیوالې شورا سره د ۵۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې شپږم مقام ته ګوزار شوه.

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله په وروستیو کې د یو شمیر ستونزو سره مخ ده، چې پکې د لوبډلې په کار کردګۍ هم بد تاثیر شوی دی.

اسټرالیاوۍ لوبډلې په نږدې دوه میاشتې وړاندې لمړی خپل دوه لوبغاړي لوبډلمشر سټیو سمیت او مرستیال لوبډلمشر ډیویډ وارنر د جنوبي افریقا خلاف ټیسټ سیالۍ کې د بال سولونې د درغلۍ له کبله د لاسه ورکړل او ورپسې یې لوبډله د مسلسل ماتو سره مخ شوې ده.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۵۰ اوریزه سیالیو وروستۍ درجه بندي اعلان شوه، چې پکې اسټرالوۍ لوبډله د پاکستان وروسته شپږم مقام ته ګوزار شوې ده.

 اسټرالیاوۍ لوبډلې په وروستیو ۱۶ لوبو کې کې ۱۴ وبایللې، چې ورته اوس په نړیواله درجه بندۍ کې سخته تمامه شوه، چې  پخواني شپږم مقام خپلولو ۳۴کلن ریکارد یې بیا را تازه کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی