هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کرکټ لوبې

اسټرالوي روزونکی د کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوی ټاکل شوي اسټرالوي روزونکي ډین جونز له افغان ملي لوبډلې سره خپله رسمي دنده پیل کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د انټر کانټینیټل جام سیالیو په لړ کې د هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د کیدونکې څلور ورځینۍ سیالۍ ته د چمتوالي په موخه یې افغان لوبډلې ته د هندوستان د ګریټر نویډا په لوبغالي کې تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چې د روزنې په موخه یې ډین جونز د لنډ مهال لپاره په دنده وګماره او تیره ورځ په هندوستان کې له افغان لوبډلې سره یو ځای شو.

افغان لوبډله به د دغه جام سیالیو په لړ کې په خپلې ۶ مې لوبه کې د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰ نېټه د هانګ کانګ لوبډلې سره په څلور ورځینۍ لوبه کې مخامخ شي.

تر دې مهاله د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په خپلو تیرو ۵ لوبو کې د څلورو په ګټلو او یوې سیالۍ د باران له کبله په لغوه کیدو د ۸۱ نمرو په درلودلو سره له ایرلینډ وروسته دویم مقام خپل کړی دی او د دې لوبې د بریا په خپلولو سره به لمړی مقام خپل کړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې سیالۍ وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د دغه جام سیالیو په وروستۍ یا ۷ مې لوبه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ډیسمبر په میاشت کې خپله لوبه ترسره کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */