سپورټ

اسټرالوي بیلي سټینلینک د هندوستان «IPL» سیالیو څخه بهر شو 

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر بیلي سټینلیک د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» سوداګریزو سیالیو څخه د لاس د ګوتې د ټپي کیدو له کبله د ټول ټورنمڼت څخه بهر شو.

نوموړی د یولسم پړاو «آي پي ایل»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د لمړي ځل لپاره د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لخوا د نیلامۍ پر مهال غوره شو.

بیلي سټینلیک د روان یولسم پړاو «آي پي ایل» سیالیو په ۴ لوبو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لپاره ولوبید، چې په خپلې وروستۍ لوبه کې د چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف ټپي شو.

د هندۍ سپورټز کیډا ویب پاڼې د راپور له مخې نوموړی بیرته خپل هېواد اسټرالیا ته د درملنې په موخه تللی دی او د دغه لیګ سیالیو څخه بهر شوی دی.

بیلي سټینلیک د کرکټ په ډګر کې د هغه بالرانو په ډله کې شمیرل کیږي، چې د بالینګ سپیډ یا سرعت یې په ساعت کې ۱۵۰ کیلو میټرو څخه پورته حساب شوی دی.

نوموړي د حیدر اباد لوبډلې لپاره په ۴ لوبو کې لوبیدو سره ۵ لوبغاړي وسوځول او خپل سفر یې پای ته ورسید.

د اسټرالوي بیلي سټینلیک د ټپي کیدو وروسته افغان الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل ته د سنرایزرز په لوبډله کې د لوبیدو موقع ورکړل شوه، چې په خپل راتګ سره یې د دغه لوبډلې په بریا کې د راشد خان سره یو ځای ستر رول ولوبوو.

محمد نبي عیسی خیل د حیدر اباد لوبډلې په ګټه د ممبيي انډینز لوبډلې خلاف په سیالۍ کې د اسټرالوي بیلي سټینلیک تشه را ډکه کړه او په پیل کې د توپ اچونې لپاره غوره شو، چې په خپلو ۳ اورونو کې یې د ۲۳ منډو په ورکړې سره یوه ویکټ هم د لوبې په څلورم او خپل دویم اور کې ترلاسه کړه.

په سیالۍ کې حیدر اباد لوبډلې ممبيي اڼدینز ته د ۳۱ منډو په توپیر سره ماته ورکړه او د جدول دریمې کرښې ته ورسیده.

د یادونې وړ ده، چې د یولسم پړاو اي پي ایل روانو سیالیو کې تر دې مهاله د بیلي سټینلینک ترڅنګ افغان لوبغاړی ظاهر خان، هندی کیدار جاداو او اسټرالوي پاټ کمینز د ټپي کیدو له کبله د ټول لیګ سیالیو څخه بهر شوي دي، خو تر اوسه پورې د بیلي سټینلیک پر ځای د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د بل کوم نوي لوبغاړي په اړه څه نه دي ویلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی