ژوند او ژواک

اسلام او طب دواړه وايي چې د الله تعالی ياد زړه ته سکون ورکوي

لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي

د ايمان ځای زړه دی، کله چې مبايل کې سیمکارت وي، له هرچاسره اړيکه پرې نيولی شو، په همدې شان زړه هم دی، کله چې په زړه کې ايمان وي، دا زړه بهترين دی او په ټول بدن باندې مشري کولای شي او که زړه غلط او فاسد وي، ټول بدن به غلط کارونه کوي.

زړه چې جوړشو، ټول بدن به موخوشحاله وي.الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايې:

ژباړه: پوه شئ، چې يوازې د الله تعالی ياد زړونو ته ډاډ ورکوي.- (الرعد:۲۸)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی:

ژباړه: خبر اوسئ چې د انسان په بدن کې یوه داسې ټوټه ده چې که سمه شوه، ټول بدن ورسره سمېږي او که ګنده شوه، ټول بدن ورسره ګنده کېږي او هغه ټوټه زړه دی.

په همدې اساس هغه کسان چې پر الله تعالی ايمان لري او د هغوی عبادت کوي، جسماً او روحاً روغ وي، ځکه چې هغوی د خلقت د حقيقت مطابق عمل کوي.

نوي څېړنواوتحقيقاتوثابته کړې ده چې باايمانه او دينداره خلک شپته په سلوکې تربې دينه خلکو لږ د زړه په ناروغۍ اخته کېږي.

د وينې لوړ فشاراو د ځان وژنې پېښې هم په مومنوکسانو کې تر ملحدو اوبې دينو خلکو ډېرې لږې دي.

د عقلي طب یوه نړيواله مجله رپوټ ورکوي چې بې عقيدې خلک زيات ناروغه کېږي او د ژوند اوږوالی يې کم وي، د معدې او تنفسي سيستم ناروغي شپيته په سلوکې پر الله تعالی باور خاوندانوخلکو نه په هغوی کې ډېره ده. ارواپوهان هم ورته پايلوته رسيدلي، يعنې چې ګروهه(عقيده)د انسان ارواح ځواکمنوي او روغتیا ښه کوي.

ډاکټر هربرت وايې: د الله تعالی عبادت د انسان په روغتیا کې له بل هرڅه نه ډېره اغېزه لري، نوموړي زياده کړې، چې هېڅ عقيده دومره اروايي ارامتیا انسان ته نه ور په برخه کوي، لکه پر الله تعالی ايمان یې چې ور په برخه کوي.

د انسان د جسم، روح او ايمان په مینځ کې د اړيکوپه هکله څه دليل شته دی؟ نوموړی وايي، چې جسم او روح داسې تنظيم شوی، چې بايدپرالله تعالی عقيده ولري او په وروستيو پنځه ويشتوکلونوکې علمي، طبي او ارواپوهېنزوڅېړنوڅرګندکړې چې دیني اعتقاد د دماغي روغتيا لپاره منطقي او جوړندويه عامله اړتيا ده.

دا د قرآن کريم اعجازاو حکمت دی چې هره وينا يې په سلونوسلونوکلونو د طبي تحقيقاتو په پايله کې زبات ته رسېږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */