لوبې

اسلام اباد یونایټیډ د دویم ځل لپاره اتلولي خپله کړه 

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو پای لوبه کې تیره شپه د لمړي پړاو اتلې اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې د دویم ځل لپاره اتلولي خپله کړه.

د پاکستان سوپر لیګ یا «پي اس ایل» دریم سیزن کرکټ سیالیو وروستۍ یا پای لوبې ته د لمړي ځل اتله اسلام اباد یونایټیډ او د تیر دویم پړاو اتله د پیښور زلمي لوبډله رسیدلې وې.

د پای لوبه کې د پیښور زلمي لوبډلې د اسلام اباد لوبډلې ته کریس جورډن د ۳۶ او لیم ډاوسن د ۳۳ منډو جوړلو سره د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

اسلام اباد لوبډلې د اتلولۍ خپلولو په موخه په ځوابي لوبه کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره دغه هدف د لوک رانکي د ۲۵ او صاحبزاده فرهان د ۴۴ زیاتو منډو جوړلو سره د لوبې په ۱۶ م اور کې ترلاسه کړ او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دریم پړاو په دغه لوبو کې نیوزیلینډی لوک رانکي د ۵۲ منډو جوړلو سره د پای لوبې او په ټول ټورنمنټ کې د ۴۳۵ منډو په جوړلو سره د دغه سیزن غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 د پاکستان سوپر لیګ کرکټ سیالیو کې دا ځل ۶ لوبډلې د اسلام اباد یونایټیډ، پیښور زلمي، کراچۍ کینګز، کوېېټه ګلیډ ایټرز، ملتان سلطانز او د لاهور قلندرز لوبډلې شاملې وې.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان سوپر لیګ کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د دریم ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، خو د تیر کال په څیر یې وروستۍ لوبې پاکستان ته انتقال شوې.

 د پاکستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی، چې نړیوال کرکټ بیرته پاکستان ته وګرځوي، خو ډیر بهرني لوبغاړي پاکستان ته د ورتګ څخه انکار کوي، چې له کبله یې د دغه لیګ سیالۍ  کم رنګه کیږي.

 په ۲۰۰۹ م کال کې په پاکستان کې د سریلنک د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړو د ځان وژونکي برید وروسته هیڅ کومه بهرنۍ لوبډله او د کرکټ لوبغاړي پاکستان ته د ورتګ زړه ډیر نه ښه کوي، خو پاکستاني کرکټ بورډ بیا د لوبغاړو او لوبډلو د ورتګ لپاره لکونه ډالر مخکې ایښې دي، چې ډیر کله ورته زړه نه ښه کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی