ټولنیز ژوند ژوند بڼه

استانبول ته له سفر وړاندې دا ۹ ټکي په یاد ولرئ

لیکنه: شریف شاهین

ژباړه: شاهین

ناپیلون به ویل، که نړۍ یواځې یو هیواد وی، استانبول به يې پلازمینه وه.
زه تازه له ترکیې راستون شوی یم. ترکیې ته دا زما لومړی سفر و. ما په استانبول کې یوه اوونۍ تیره کړه.
استانبول ښکلی ځای دی او زما سفر هم ډیر خوندور و. خلک يې صمیمي او کلتور يې ښایسته دی. له ما سره یو کس د ژباړن او سفري لارښود په توګه ګرځیده. ټول استانبول مې ګز و ګام کړ.
که تاسې هم استانبول ته د تګ پلان لرئ، له تلو مخکې دا ټکي په پام کې ونیسئ.

۱ـ بازار الکبیر یا Grand Bazar وګورئ، خو له دوه ځلې زیات مه ورځئ.
ګرنډ بازار د ترکیې تر ټولو پخوانی او مشهور بازار دی. دا بازار چې ۶۱ کوڅې او تر ۴۰۰۰ ډیرې هټۍ لري، هر ورځ ورته په سلګونو زره سیلانیان ورځي.
بازار الکبیر، چې د نړۍ د مشهور شاپینګ مالونه لري، که دومداره ورته لاړ شئ، له پیسو مو خلاصوي. ددې په ځای، چې ډیر وخت او پیسې دلته ولګوئ، په ځای د کوم بل ځای په لټه کې شئ.

۲ـ د سړک له غاړې خواړه مه خورئ.
ترکیه کې د سړک له غاړې هټیوالو څخه هیڅ هم مه خورئ. دا خواړه معمولا غیری صحي وي. هڅه وکړئ، په پاکو هوټلونو او میلمستونونو کې خوراک وکړئ.

۳ـ استانبول ته له رسیدو وړاندې، خپل مهال ویش جوړ کړئ.
ترکیه له ښکلو ځایونو جوړه ده. دا چې تاسې په استانبول کې يئ، نو کوم ځایونه باید وګورئ. درسره يې ولیکئ: کوم، ځای، په کومه ورځ او په کوم وخت؟
د بیلګې په ډول مو په استانبول کې د څو ځایونو نومونه اخلو، چې په لیدلو ارزي: ۱ـ سیسترن، ۲ـ ابي مسجد (سلطان احمد مسجد)، ۳ـ جاجیه صوفیه، ۴ـ بازار الکبیر، ۵ـ سپایس بازار، ۶ـ بوسفوروس برج، او نور.

۴ـ د موسم سره مناسبې جامې یوسئ.
ترکیه په اوړي کې ګرمه او په ژمې کې یخه وي. د اوړي پر مهال درسره ښایسته پتلون او یخن کاک یوسئ. د ژمې په موسم کې مو کورتۍ مه هیروئ. شپه يې معمولا یخه وي.

۵ـ ښځینه باید مسجد ته لوڅ سر داخل نشي.
که تاسې ښځینه سیلانیان يئ او یا مو هم میرمنې درسره په سفر کې وي؛ له ځان سره پړوني (لوپټې) واخلئ او مسجد ته د ننوتلو په وخت کې يې حتماً په سر کړئ.

۶ـ له یوه ښاره بل ته په چارتر بسونو او میټرو کې لاړ شئ.
ټکسي له تاسې زیاتې پیسې اخلي. کوښښ وکړئ، له یوه ښاره بل ښار ته په عامه بسونو کې لاړ شئ. دا اقتصادي او راحت دي.
که ټکسي که ځئ، ځان ډاډه کړئ، چې ټکسي وان د شپې قیمت درڅخه په ورځ کې وانخلي. دوی ډير کله زیاتې پیسې اخلي او په سیت بورډ باندې ایښي میټر يې هسې د ډول لپاره دی.

۷ـ پام چې په کښتۍ کې سفر ونه کړئ.
که تاسې په استانبول کې د ابي مسجد یا هاجیا صوفیه په لورې ځئ، زیات کښتۍ چلوونکي به تاسې ته ووایئ، چې د هغوې کښتۍ کرایه کړئ. خو پام، چې دا کار ونه کړئ. سمه ده، چې په ټول استانبول مو کرځوي، خو ته له کښتۍ بهر هیڅ هم سم نه شې لیدلای او نه هم کښتۍ والا تاسې ته د ځایونو په اړه مالومات درکوي.

۸ـ کم تر کمه دوه جوړه بوټان ځان سره واخلئ.
په استانبول کې پلي کرځیدل ډیر وي. کوښښ وکړئ، چې له ځان سره د مزل لپاره مسترح یعنې راحت بوټان واخلئ.

۹ـ له ځان سره میده پیسې وساتئ.
ترکیه کې عامه تشنابونه یو (۱) لیري اخلي. که تاسې میده پیسې ونه لرئ، نو د عامه تشنابونو څخه ګټه اخیستل درته ستونزمن کیږي.

تشنابونه يې تشناب کاغذ نه لري. پام مو وي، چې تشناب ته له تلو مخکې له ځان سره خپل تشناب کاعذ ولرئ.
یادونه: که تاسې هم ترکیې ته سفر کړی وي، لطفاً خپلې مشاهدې او تجربې په تبصره کې پریږدئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین

۱ تبصره

  • ډیره مننه وروره مهم موضوعاتو ته مو شاره کړی وه زه هم لخیره د جنوری آخر کی کیدای شی ولاړ شم باید یاد ټکی په پآم کی ونیسو ستاسی یی کور ودان