کلتور موسیقي او تصویر

اریانا سعید کنسرټ پاریس کې ورکړ خو انتقادونه یې کابل کې راپورته کړل

 

د یکشنبې په شپه لا په پاریس کې د اریانا سعید کنسرټ تمام شوی نه و چې په کابل کې د هغو د انتقاد نارې پورته شوې چې ددې سندرغاړې کنسرټ یې د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه تعقیبوه.

ډیرو د نوموړې پر هغه لباس چې په یوه سندره کې یې اغوستی انتقاد کاوه او غیرې اخلاقي یې باله.
اریانا سعید د افغانستان له ښځینه سندرغاړو هغه څوک ده چې په کنسرټونو او محفلونو کې یې کله لباس، کله خبرو، کله سیلفي عکسونو او کله هم اکټونو د ټولنیزو شبکو د کارونکو ترمنځ بحثونه ، ناندرې او انتقادونه راپارولي دي.

ښايي همدا به ددې سبب شوی وي چې نوموړې تر خپلو نورو ښځینه سیالو سندرغاړو د شهرت له پلوه مخکښه او چټکه روانه ده.

پر اریانا سعید ډیر کله انتقاد کیږي چې سندرې افغانانو ته وايي، خو اکټونه او اداګانې د امریکايي نوموتو ښځینه سندرغاړو او یا نورو مشهورو ښځینه ماډلانو کوي. بل د افغانستان خلک هم یو څه په زړه نازک دي، له همدې کبله کله ملایان او کله هم عامیان پرې غوسه وي.

په پاریس کې د غیرې اخلاقي کارونو کمی نه شته، خو دا چې د اریانا سعید هغو جامو چې د پاریس په کنسرټ کې یې اغوستې وې ولې په هیواد کې د ننه ځینې خلک غوسه کړل ښايي لامل یې داوي چې اریانا سعید خپله ګڼي.

په فیسبوکي ګوزارونو کې یو شمیر افغان کارونکو د کنسرټ له ختمیدو سمدستي وروسته د اریانا سعید پر لباس انتقادونه پیل کړل او هغه یې غیرې اخلاقي وباله.
محمد افغان نورزي پر خپله فیسبوک پاڼه د اریانا سعید همدا ویډیو چې دا یې غیر اخلاقي ګڼي بشپړه خپره کړې او ورسره یې لیکلي:

ځینو خو د اریانا سعید د لباس په اړه داسې شیان لیکلي چې موږ یې دلته نه شو رانقلولی.

د فیسبوک یو  بل کارونکی بیا تر دې هم مخکې تللی او  اریانا سعید یې د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو بې حیا ښځه بللې ده.

د ټولنیزو رسنیو په سلګونو نورو افغان کارونکو هم پر اریانا سعید لعنتونه ویلي، افغان حکومت او په کابل کې ناست جهادي مشران یې غندلي او ځینو د کلتور وزارت څخه غوښتي چې په اریانا سعید پسې پاریس ته ورشي او هغه پر افغاني کلتور برابره کړي.

خو یو شمیر داسې هم وو چې ددې سندغاړې دفاع ته یې راودانګل.

قدیر میرزا لکڼوال په فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې د اریانا سعید پر لباسونو انتقادونو ته په اشارې لیکلي :

لکڼوال په یو بل پوسټ کې وايي :

”ړانده شئ خو مه ورګورئ. بیاي عکس فیس بوک کې هم خپور کړي. موږ ولې نه خبریږو چې څه رنګ جامې یې اغوستې وې. خو ته یې حتمي تعقبوي.“

افغان لیکوال او څیړونکي خوشال خلیل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي :

اوس د اریانا سعید کنسرتونه په دومره دقت کتل کېږي او له مختلفو زاویو یې عکسونه اخلي بیا یې خپروي چې دا وګورئ او داسې فحاشي ونه کړی، بس زما غوندې سړی چې دا شیان نه ګوري په هغو هم ټول عکسونه وګوري.“

شاعر او لیکوال میر احمد یاد بیا د اریانا سعید د جامو په اړه د انتقادونو په تړاو یوه کیسه ګۍ لیکلي . دې وايي :

نقیب احمد قریشي بیا پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي:

مصطفي کمال تنویر په نوم د فیسبوک یو افغان کارونکي لیکي:

احساس ستانکزی پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي:

یو شمیر نورو بیا د اریانا سعید د لباس په اړه په فیسبوک کې پراخ انتقادونه د هغې لپاره غوره تبلیغات بللي دي او ویلي یې دي ښايي ددې سندرغاړې هیڅ سندره او ویډیو دومره نه وي لیدلی شوي او مشهوره شوي هومره یې چې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې مشهوره شوه.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان سندرغاړې د لباس اغوستو کې د بې باکۍ له پلوه له انتقادونو سره مخ کیږي. بلکې تر دې مخکې هم نوموړې وخت په وخت خپل داسې عکسونه خپاره کړي چې د ټولنیزو رسنیو افغان کارکونکو پرې انتقادونه کړي او ځینو خو ورته ان ګواښونه او خبرداري هم استولې دي.

په افغان ستوري خپرونه کې چې له طلوع تلویزون خپریږي هم ددې څرګندیدل له انتقادونو خالي نه وو.

د یادونې وړ ده چې د اریانا سعید دري او پښتو سندر غاړې په افغانستان  کې ګڼ شمیر مینه وال لري  او تر یو نیم میلون زیات کسان یې د فیسبوک له لارې تعقیبوي.

خپله اریانا سعید د پاریس تر کنسرټ وروسته په یوه ویډیو کې د کنسرټ له ګډونوالو او جوړونکو مننه کړې او د تل په څیر یې ددې پر لباس په فیسبوک کې تودو انتقادونو ته اشاره نه ده کړې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */