ټولنیزې مسالې رسنۍ سیاست عمومي کلتور موسیقي او تصویر

اریانا سعید له اینټرنیټي ګواښونو رسمي شکایت کړی

فیسبوک او ټولنیزې رسنۍ د افغانستان ډیر هنرمندان، سندرغاړي، لېکوال او ژورنالیستان کاروي. خو وتلې سندرغاړې اریانا سعید ورته سم پوخ کار ویلي.

نوموړې په فیسبوک کې خپلې خپرونې، سفرونه، کنسرټونه او پریمانه عکسونه خپروي.

د اریانا سعید پر عکسونو، ویډیو ګانو او فیسبوک لایف باندې که ډیره کله د خلکو له خوا ښې تبصرې څرګندیږي خو د هغو شمیر هم کم نه دی چې په خپلو تبصرو کې، د افغانستان دې سندرغاړې ته پرلپسې ګواښونه او د مرګ خبرداري ورکوي.

ښايي یو څه اریانا سعید هم په خپلو عکسونو او ویډیو ګان کې له سخاوت څخه کار اخلي.خو ځینې سخت دریځي هم شته چې د یو ویشتمې پیړۍ سوغات ( ټولنیزې رسنۍ ) کاروي، خو د هر څه لیدلو زغم په کې نه لري. او همدا کسان دي چې وخت ناوخت د اریانا سعید په څیر مستانه ښځینه کرکټرونه خپل او د نور ایمان ته ګواښ ګڼي.

د اریانا سعید منیجر حسیب سعید، د مادربورډ په نوم یوې رسنۍ ته ویلي، دوی ډیر کله دا ډول تبصرې او ګواښونه له پامه غورځوي، ځکه ډيرې په ناڅرګندو نومونو وي هغه هم د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو په نړۍ کې چې هر څوک په هر نوم هر څه په کې ویلی شي.

خو د نوموړې په وینا په دې کې داسې ګواښونه هم شته چې له پامه غورځول یې ناشوني دي. له دې څخه په دې وروستیو کې د فیسبوک د یو افغان کارونکي ګواښ و چې د اریانا سعید د مرګ لپاره یې پنځوس زره افغانۍ جایزه ټاکلې وه.

حسیب وايي، نه یوازې دا چې ددې کس پوسټ او پروفایل ټولو ته څرګند وو، بلکې د خپل هویت د پټولو هڅه یې هم نه وه کړې.

په راپور کې ویل شوي، کله چې اریانا سعید د ملي امنیت ادارې ته په شکایت ولاړه، څو ددې ګواښ په اړه ورته شکایت وکړي، نو هلته هیڅ داسې سیستم موجود نه و چې د میلونو افغان اینټرنیټ کارونکو له خوا د سایبري یا اینټرنیټي ګواښونو، راپورونو او خبرداریو په اړه سمه څیړنه وکړي شي.

خو پر دې سربیره چارواکي وايي، دا وضیعت به زر بدل شي. دا مهال د سایبري ( اینټرنیټي ) امنیت پر یوې نوې طرحې افغان حکومت کار کوي. چې په عملي کیدو به یې افغان امنیتي ادارې د انیټرنیتي جرمونو سره د مبارزې لپاره یو قانوني بنسټ ولري.

د امریکا د نړېوالې پراختیايي ادارې د وروستۍ احصايي له مخې دا مهال په افغانستان کې شل میلونه وګړي موبایل ټیلفونونه کاروي او نژدې درې میلونه کسان له اینټرنیت کار اخلي. د اینټرنیټ د افغان کارونکو د شمیر په زیاتیدو کې ډيرې ښیګڼې رامنځ ته شوې ورسره د اینټرنیټي جرمونو احتمال هم زیات شوی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */