عمومي نړۍ

اروپا کې د امریکايي ځواکونو خوریدل د روسیې لپاره د خطر زنګ دی

روسیه وايي، چې په اروپا کې د شته امریکايي ځواکونو سربیره، د نورو ځواکونو ځای په ځای کیدل د روسیې لپاره ښکاره ګواښ دی.

کله چې په پولینډ کې د امریکا د تازه دمو سرتیرو په اړه د کرملین نظر وپوښتل شو، د کرملین ویاند دیمیتري پاسکوف وویل، طبعاٌ روسیه د خپل ګاوڼدي د پوځي ځواکمنتیا مخالفه ده.

هغه وویل:

”دا کار روسيې ته د خطر زنګ دی. دا موږ خپلو ګټو او امنیت ته ګواښ بولو.“

پاسکوپ وړاندې وویل، چې دا (امریکا) یوه دریم ملت دی. نه پولینډ دی، نه روسیه؛ خو د روسیې په ګاونډ کې خپل پوځي حضور زیاتوي. دا حتی اروپايي هیواد هم نه دی.

هغه وویل: ”که زر وي او که لس زره؛ موږ په دې اړه خبرې نه کوو. موږ دا د پوځي حضور د زیاتوالي په توګه پیژنو. دې کې د نورو خبرو ځای نشته.“

ددې اوونۍ په سر کې ۴۰۰۰ امریکايي سرتیري جرمني ته ورسیدل. دا په اروپا کې د امريکايي پوځيانو د ویش یوه بله ډله وه. پنټاګون وايي، دا يې د روسیې لپاره واضح خبرداری دی.

د پنټاګون یو ویاند جیف ډیوس تیره دوشنبه خبریالانو ته وویل، چې په اکرین د روسیې تیري، زموږ ګڼ شمیر ملګري هیوادونه په اندیښنه کې اچولي. هغه زیاتوي، چې ددوې څخه دفاع او ملاټړ زموږ په ژمنو او اولیتونو کې راځي. ((په دې سره ټوله اروپا خوندي کیږي.))
پنټاګون د ځواکونو سربیره ۲۴۰۰۰ پوځي وسایل، چې په کې ټانګونه، مرمۍ ضد موټرې، لارۍ او کانتینرونه شامل دي اروپا ته لیږلي دي.

دا وسایل به پولینډ ته ولیږدول شي او هلته بیا به په ختیځه اروپا کې په ۷ مهمو موقعیتونو کې ځای په ځای شي. په دغه ۷ موقعیتونو کې به په اروپا کې د امریکا ملاتړي هیوادونه پوځي روزنه او تمرینات کوي.

د کرمیلین ویاند پاسکوف وویل، چې دوې د امریکا سره د غوره اړیکو تمه لري. دې وايي، چې دوې متقابل احترام او دوه اړخیزه همکاریو ته ژمن دي.

نوموړي وویل، چې ښاغلی پوتین تل د متحده ایالاتو سره دوه اړه خیزه همکاریو ته تیار دی؛ خو دا ژمنه او احترام باید دوه اړخیزه وي. له یو لوري دا وړۍ نه شړۍ کیږي.

د کریملین ویاند وویل، چې روسیه تمه لري، دواړه مشران – ډونالډ ټرمپ او پوتین – به یو ل بل سره ښې اړیکې ولري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */